CRI Online

د عراق د ترهګرۍ ضد پوځ د دې هېواد په شمال کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره پوځي عمليات تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 10:36:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق پوځ د جون په ۲۳مه نېټه وويل چې د ترهګرۍضدپوځ يې د دې هېواد په شمال کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره دوه ورځني پوځي عمليات تر سره کړي او په دې سيمه کې يې د دغې ډلې نښلوونکې کرښه پرې کړې ده.

د ياد هېواد د ګډو عملياتو قوماندانۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ياد پوځ د جون له ۲۱مې نيټې څخه د ننيوا ولايت د هاتره لرغوني ښار او د صلاح الدين ولايت د سنع سيمې ترمنځ په کليوالو سيمو کې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د امريکا په مشرۍ له نړيوال اتحاد سره په ګډې همکارۍ پر ځانګړو هدفونو اته ځلې هوايي بريدونه وکړل.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای