CRI Online

د لبنان د پارلمان مشر د امريکا له خوا له وړاندې شوی د سولې له تړون سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 10:50:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د لبنان د پارلمان مشر نابيه بيري د جون په ۲۳مه نېټه د فلسطين او اسرائيلو د مسئلو په هکله د امريکا له خوا له وړاندې شوي د سولې له تړون سره مخالفت څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې لبنان د فلسطيني چارو او د فلسطينيانو د حقونو په قربانۍ کولو سره د امريکا مرستې ونه مني.

نوموړي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ،که امريکا غواړي چې د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د څو مليارډو امريکايي ډالرو په وسيله لبنان خاموشه کړي،نو دا يو غلط خيال دی. هغه له عربي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطيني چارو د مخنيوي لپاره له هر ډول دسيسې سره مخالفت وکړي او پر دې يې ټينګار وکړ چې لبنان به له فلسطينيانو سره يوځای له ټولو او هر ډول حقه لارو چارو مقاومت وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای