CRI Online

وانګ چي شان د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ د سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو د پلي کولو لپاره د همغږۍ په غونډه کې د ګډون کوونکو افريقايي پلاويو له مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 15:36:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د جون په ۲۴مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ د سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو د پلي کولو لپاره د همغږۍ په غونډه کې د ګډون کوونکو افريقايي پلاويو له مشرانو سره وکتل.

وانګ چي شان وويل چې د چين او افريقا د نسلونو د مشرانو او خلکو په هڅو سره له اوږدې مودې راهيسې دوه اړخيزې اړيکې لاټينګې شوې او ترې ډېرې ښې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ د سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو د پلي کولو لپاره د همغږۍ د غونډې جوړونه د دواړو خواوو له خوا د يادو لاسته راوړنو د پلي کولو لپاره مهم تدبير دی او په روان کال کې د دوه اړخيزو اړيکو يو ستر کار هم دی. دواړه خواوې بايدګډو نظريو ته ورسيږي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي. چين به له افريقا سره يو ځای د همکاريو جامع او د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک د ټولنې د جوړونې لپاره ګډې هڅې وکړي.

د افريقايي پلاويو مشرانو وويل چې د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نمونه ده. افريقا د چين پرمختيايي موډل او سترې لاسته راوړنې وستايلې او تمه لري چې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د ياد فورم د لاسته راوړنو د پلي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای