CRI Online

" د چين پرمختګ او د نړۍ فرصت" تر سرليک لاندې نړيوال سيمينار په بېجينګ کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 15:49:41

د چين د ټولنيزو علومو فورم کلنۍ غونډه چې عمده موضوع يې د چين پرمختګ او د نړۍ فرصت ده، د جون په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. په دې غونډه کې د مختلفو هېوادونو د علومو اکاډميو، نامتو فکري ارګانونو او علمي څېړنيزو مرکزونو استازي او مشهور کارپوهان راغونډ شوي او د چين پر پرمختيايي تجربو او نړۍ ته يې پر برابر شويو فرصتونو بحثونه کوي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مرستيال ښاغلي ګاو شيانګ د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه: د چين پرمختګ تل تر تله د خپلو ملي واقعيتونو په اتکا تر سره شوی او کېږي چې په لسګونو کلونو کې يې د پرمختللو هېوادونو څو سوه کلن پرمختيايي بهير بشپړ کړی دی. دا پرمختګ يوه ډېره عجيبه خبره ده. په نړيوال اقتصادي زياتوالي کې د چين انډوال د مسلسلو زياتو کلونو لپاره شاوخوا ۳۰٪ ساتل شوی چې د نړيوال پرمختګ يو مهم انجين ګرځېدلی دی. نوموړي وويل چې نن ورځ نړۍ د څو قطبي کېدو، اقتصاد د جهاني کېدو، ټولنه د معلوماتي کېدو او کلتور د متنوع کېدو په لور پر له پسې ګامونه پورته کوي. بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره نږدې اړيکې ساتي او يو پر بل اتکا مخ په زياتېدو ده. په داسې حال کې د چين د ورخلاصون دروازه نه تړل کېږي او برعکس به په لا پراخه کچه خلاصه شي.

( لومړی اواز)

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کولو تر ۶ کلونو راهيسې د بېلو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو ترمنځ د متقابل پيوستون، د سوداګرۍ او پانګونې د اسانه کېدو، د توليدي وړتيا او تجهيزاتو د جوړولو په شمول څو همکاريزو ساحو کې يو لړ سترې پروژې پلې شوې او يو لړ لاسته راوړنې موندل شوې دي. زياتو هېوادونو له دې امله اقتصادي پرمختګ موندلی او يو لړ استخدامي فرصتونه يې برابر کړي. دغه راز نړۍ ته مخ په زياتېدونکې ګټې رسوي او نړيوال پرمختګ ته لا زيات خوځنده ځواک هم برابروي.

د ټايلنډ د څېړنې ملي شورا سکريتر ښاغلي سيريرورګ سونګسيويلای په دغه سيمينار کې د تېرې پېړۍ په ۹مه لسيزه کې بېجينګ ته د خپل سفر يادونه وکړه او و يې ويل چې له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د بېجينګ پرمختګونه او بدلونونه د چين د پرمختيايي لاسته راوړنو يوه څرګندونه ده. د دې تر څنګ د چين پرمختګ نړۍ ته ډېر قيمتي فرصت برابروي چې د له لاسه ورکولو وړ نه دي.

( دوهم اواز)

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز اړوندو هېوادونو او سيمو ته نوي کاري فرصتونه او د پرمختګ خواځنده ځواک جوړ کړی دی. دغه وړانديز نړۍ ته لا پراخ بازار ، لا زياتې پانګې او مالونه، دغه راز لا زيات همکاريز فرصتونه هم برابروي. د ټايلنډ او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې لپاره د چين پرمختګ ښايي زموږ د اقتصاد، ټولنې، صادراتو او وارداتو، سيلانۍ، ښوونې او پانګونې په شمول پر بېلا بېلو برخو يا مستقيمه يا غير مستقيمه اغېزه وکړي او موږ ته يو له بل څخه د زده کړې او اوږه په اوږه د ګډې ترقۍ موندلو فرصتونه برابروي.

سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰مه کليزه ده. په چين کې د کستاريکا سفير ښاغلي پاتريسيا رودريګويز هولکېمېير دا نظر څرګند کړ چې له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې په چين کې د ليدو وړ ستر تغييرات راغلي دي. دا چې چين د خپل واقعي حالت په رڼا کې پرمختيايي تګلارې ټاکي، د کستاريکا په شان د پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېر د زده کړې وړ دي.

د معلوماتو له مخې، د مختلفو هېوادونو کارپوهان به په دغه دوه ورځني سيمينار کې د اقتصادي پرمختګ او تخنيکي نوښت، د يو کمربند او يوې لارې او نړيوالې همکارۍ په شمول په څو موضوعاتو د نظريو تبادله وکړي او نړۍ ته د چين لخوا پر راوړونکو فرصتونو به بحث وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای