CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د G20 په ۱۴مه سرمشريزه کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه يوه خبري ناسته ترسره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 15:57:05
د چين د بهرنيو چارو وزارت د G20 په ۱۴مه سرمشريزه کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه يوه خبري ناسته ترسره کړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۴مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړه. د G20 په اړه د چيني چارو همغږي کوونکي او د چين د بهرنيو چارو د وزير سلاکار جانګ جون، د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير او د نړيوالې سوداګرۍ په اړه د خبرو اترو مرستيال استازي وانګ شو ون د G20 په ۱۴مه سرمشريزه کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه مالومات معرفي کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځواب ونه ورکړل.

ښاغلي جانګ جون وويل، دG20 ۱۴مه سرمشريزه غونډه به د جون په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د جاپان په اوسکا کې جوړه شي. رئيس شي جين پينګ به د دې سرمشريزې غونډې د څلورو مرحلو په عمومي غونډو کې ګډون وکړي، د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ، ډيجټلي اقتصاد، د ټول شموله او دوامداره پرمختګ، بنسټيزو تاسيساتو او اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول د ځينو موضوعاتو په خبرو اترو کې به برخه واخلي، د برېکس هېوادونو د مشرانو په غيررسمي ملاقات کې، د چين، روسيې او هند د مشرانو په غيررسمي ملاقات کې به ګډون وکړي. هغه به د نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا او د م م د ۲۰۳۰ کال د دوامداره پرمختګ اجنډا د تطبيق لپاره له اړوندو خواوو سره همغږي پياوړې کړي او خپلمنځي همکارۍ به وهڅوي.

ښاغلي وانګ شو ون وويل، نړيواله ټولنه هيله لري چې د جاپان په اوسکا کې دG20 په دغه سرمشريزه غونډه کې به ګډونوال يووالی او عملي کوښښونه ښکاره کړي او د مهمو نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه صميمي، ژورې او رغنده خبرې اترې وکړي چې په نوي وضعيت کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره نوې لارښوونې او نظريې برابرې کړي. چين هيله من دی چې بېلا بېلې خواوې به په لاندنيو برخو کې د موافقو د تر لاسه کولو په اړه دغه سرمشريزه غونډه وهڅوي. لومړی، په رغنده توګه دې د نړيوال سوداګريز سازمان اصلاحاتو ته پرمختګ ورکول شي. دوهم، د سوداګرۍ او پانګونې لپاره دې يوه ازاده او پرانيستې زمينه برابره شي. درېيم، د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې دې خپلمنځي عملي همکاري پياوړې شي او ټول شموله او دوامداره پرمختګ دې وهڅول شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای