په ياد فعاليت کې شپږو چيني اشپزانو مېلمنو ته د چيني خوراکونو د چمتوکولو بهير وښود.
د جون د ۲۳ مې نېټې په شپه د بريتانيې په لندن کې د چين د شون ده سيمې د خوندورو خوراکونو د څکلو په نوم شپنی فعاليت ترسره شو او پکې سلګونو مېلمنو د چيني اشپزانو له لوري د خوراکونو د اخلي پخلي د بهير ننداره وکړه او د چين د شون ده سيمې خوندور خوراکونه يې وڅکل.
په بريتانيه کې د چين وزيرمختار ما هوی ياد فعاليت ته په وينا کې وويل، د چين د شون ده اوسيدونکي د مزه دارو خواړو په جوړولو کې لوی لاس لري، ډېر بهرنيان د چيني خوراکونو له لارې چين او چيني کلتور پېژني. هيله لرم چې په راتلونکي کې په بريتانيا کې د چيني خوراکونو د پېژندنې په اړه زيات نور کلتوري فعاليتونه ترسره شي او د چين او بريتانيې د اړيکو پرمختګ وهڅول شي.
يو اشپز چې سترګې يې پر ټوکر ورپټې کړې وې، يو کچالو يې پر پوکاڼۍ دپاسه د چاکو په وسيله نازک نازک ټوټې کړ چې هره ټوټه يې د ستنې له سوري څخه تېرېدلای شوه او پوکاڼۍ هم ونه چاودېده.
بل اشپز يوه سپينه مولۍدومره نازکه پرې کړه چې د يو لوی جال په شان غوړېدلای شوه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |