د بريټانيا د کمونېست ګوند عمومي منشي روبيرټ ګريفس څو ورځې مخکې په لندن کې د سين هوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، د سوداګرۍ په برخه کې د امريکا ځورونې به يې يوازې د ځان په زيان تمامې شي. امريکا بايد لمسوونکي عملونه ختم کړي او له چين سره د مساوي خبرو اترو له لارې دې خپلمنځي توپيرونه ليرې کړي.
د امريکا د دې تدبير په اړه چې پر چيني صادراتو ګمرکي تعرفې يې په دوامداره توګه لوړې کړي، ګريفس وويل، امريکا ناسم تدبيرونه نيولي. له واقعيتونو څخه ښکاري چې د امريکا لخوا د غوره شوی سوداګريزې ځورونې حالت له امله به دغه هېواد په اقتصادي او سوداګريز ډګر کې هېڅ ګټه تر لاسه نه کړي. برسيره پر دې، دغه شان ځورونې د بريتانيا د اقتصاد په شمول د نړيوال اقتصاد لپاره ګټورې نه دي.
نوموړي د چين د ځوابي بيې او تدبير په اړه وويل، چين جدي، سړه او پخه رويه غوره کړې. امريکا بايد لمسوونکي عملونه ختم کړي او د مساوي خبرو اترو له لارې دې له چين سره خپلمنځي توپيرونه ليرې او حل کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |