د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې د چين د مذهبي تګلارو په اړه د امريکا د ناوړه راپور او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو د خبرو په مقابل کې وويل، چې چين له امريکا او ښاغلي ميک پومپيو څخه غوښتنه کوي چې د حقيقت درناوی وکړي او د مذهبي مسئلې او د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.
نوموړي وويل، د چين حکومت د قوانينو له مخې د اتباعو د مذهب او عقيدې ازادي ساتي. اوسمهال په شينجيانګ کې د جوماتونو شمېر ۲۴زره او ۴ سوو ته رسېدلی او د هرو ۵۳۰ مسلمانانو لپاره يو جومات شتون لري. په چين کې د بېلا بېلو قومونو خلک د مذهب او د عقيدې بشپړه ازادي لري. په چين کې قومي او مذهبي تګلارې خلاصې او شفافې دي. دا هر څه د ليدو وړ دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |