د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۴مه نېټه بېجينګ کې په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، هيله ده چې د م م د خواړو او کرنې سازمان د مدير چوی دونګ يو په مشرۍ ياد سازمان په نړۍ کې د خواړو خوانديتوب او د لوږۍ د لېرې کولو لپاره لا مهم رول ولوبوي. د معلومات له مخې، د چين د کرنې او کليوالي چارو وزارت اوسنی مرستيال چوی دونګ يو د م م د خواړو او کرنې سازمان د نوي مدير په توګه پر دندې ګومارل شوی او دا لومړی ځل دی چې يو چيني اتباع د ياد سازمان عمومي مدير په حيث په دنده ګومارل کېږي.
ګنګ شوانګ وويل، له دې څخه څرګندېږي چې بېلابېلې خواوې د چيني کانديد توان مني او له څواړخيزتوب او نړيوال پرمختګ څخه د چين د کلک ملاتړ ډېره ستاينه کوي، نړيواله ټولنه د کرنې او کليوالي چارو په برخو کې د چين پرمختګ هم مني او ستايي يې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |