د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ په اړه د چين لارښوونکي ليو هه د امريکا له سوداګريز استازي روبيرټ ليتهيزر او د ماليې له وزير سټيون منوچن سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د مشرانو په حکم د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه او موافقه يې وکړه چې په دوامداره توګه به تماس ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |