CRI Online

چين په برياليتوب سره د بې دو سيسټم ۴۶مه لارښوونکې سپوږمکۍ وتوغوله

cri     (GMT+08:00) 2019-06-25 10:14:18

چين په برياليتوب سره د بې دو سيسټم ۴۶مه لارښوونکې سپوږمکۍ وتوغوله

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د جون د ۲۵مې نېټې د سهاروختي په دوو بجو نهو دقيقو د شي چانګ د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د CZ-3B ډول راکټ په وسيله د بې دو سيسټم ۴۶مه لارښوونکی سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغوله. دا د بې دو درېيم نمبر سيسټم د شبکې جوړولو لپاره يوويشتمه سپوږمکۍ ده.

د مالوماتو له مخې، په پټلۍ کې تر يو لړ ازموينو وروسته به دغه سپوږمکۍ د بې دو له نورو شلو سپوږمکيو سره يوه شبکه جوړه کړي او په ګډه به کار وکړي او په مناسب وخت کې به اړوند خدمتونه برابر کړي او دغه راز به د بې دو سيستم د خدمت ساحه لا پراخه او خدمتي توان به يې لا لوړ شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای