CRI Online

امريکا د ايران په ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2019-06-25 10:44:07

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۴ مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د يوه اداري فرمان په امضا کولو سره د ايران په ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي او د هغه تر مشرۍ لاندې ارګان بنديزونه ولګول .

ټرمپ په خپلو خبرو کې وويل چې دغه بنديزونه پدې وروستيو ورځو کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د ويشتلو په ګډون د ايران يو لړ کړنو ته ځوابونه دي، د ايران مذهبي مشر بايد د ايران د دغو دوښمنانه کړنو مسئوليت پر غاړه واخلي. دغه بنديزونه به د خامنه يي او د هغه د دفتر او اړوندو کارکوونکو مهمې مالي سرچينې غوڅې کړي.

د امريکا ماليې وزارت هم په همدې ورځ د ايران د اسلامي ګارډ پر ۸ لوړپوړو قوماندانانو بنديزونه اعلان کړل. د امريکا ماليې وزير ستيون منوچين وويل چې ټرمپ له هغه څخه غوښتي چې د روانې اوونۍ په وروستيو ورځو کې د ايران پر خارجه وزير محمد جواد ظريف هم بنديزونه ولګوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای