د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د جون په ۲۴ مه نېټه د فلسطين په ډېرو ځايونو کې د هغه اقتصادي سمينار پرضد لاريونونه وشول چې په بحرين کې به ژر جوړ شي او په موضوعاتو کې به يې د فلسطين مسئله هم شامله وي.
په همدې ورځ په رام الله ښار کې تر زرو ډېرو فلسطينيانو د ياد سمينار او د "پېړۍ تړون " پر ضد چې د امريکا له لوري د فلسطين او اسرائيلو د مسئلو د حل په پلمه خپور شوی، لاريون وکړ. دغه راز د اردن سيند پر لويديځې غاړې څو پرتو ښارونو او غزې سيمې کې هم لاريونونه وشول. د فتح سازمان د اجرائيوي کمېټې غړو په رام الله ښار کې د لاريون پر مهال رسنيو ته وويل چې فلسطينيان د بحرين له اقتصادي سمينار سره مخالفت کوي، ځکه دغه سمينار د فلسطين د حقونو پښو لاندې کولو په قصد جوړيږي،د فلسطينيانو حقونه په پيسو نه شي اخيستل کېدای ، تر تهديد لاندې نه شي راوستل کېدای او په زور هم نه شي خوړل کېدای.
د اړوندو معلوماتو له مخې په فلسطين کې به ياد لاريونونه د روانې مياشتې تر ۲۶ مې نېټې پورې دوام ولري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |