CRI Online

د شلو صنعتي هېوادونو ډلې G20 سرمشريزه غونډه بايد پر اصلي موخې وڅرخيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-25 16:47:11

د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د شلو صنعتي هېوادونو ډلې يعنې د G20 په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره د جاپان اوساکا ته ولاړ شي. شي جين پينګ ۶ ځلې د G20 په سرمشريزو غونډو کې ګډون او يا د ځينو غونډو مشري کړې ده. د چين مشر په تېرو سرمشريزو غونډو کې د نړيوالې اقتصادي ادراې د اصلاح لپاره د چين وړانديزونه او هوښيارتيا وړاندې کړي، له دې څخه ښکاري چې چين د G20 همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او د يو لوی هېواد مسئوليت يې پر غاړه اخيستی دی.

د G20 سرمشريزه غونډه له تېرو لسو کلونو راهيسې رامنځته شويو بحرانونو سره د مقابلې له ميکانيزم څخه د نړيوال اقتصاد د دايمي او اغېزمنې ادارې پر ميکانيزم بدله شوې او د نړيوال اقتصاد په اړه يو مهم څو اړخيز ميکانيزم ګرځېدلی دی، خو له دې امله چې اوس په نړۍ کې يواړخيزتوب، ځان ساتنه غوښتوونکي افکار او له نړيوال کېدو سره مخالف فکري چلند پورته شوی، په تيره بيا امريکا په يو اړخيزه توګه سوداګريز اصطکاک پيل او د نړيوال تجارت اوضاع يې ترينګلې کړې او د G20 غړي په بېلا بېلو اندازو ترې اغېزمن شوي دي، نو اټکل کيږي چې د G20 د اوساکا سرمشريزه غونډه به له لا پيچلو او سختو ننګونو سره مخامخ وي.

بېلا بېلو لويو سازمانونو په جلا جلا توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ اټکل ټيت کړی. د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي انډول ښايي د پيسو نړيوال صندوق په اند د سوداګريز اصطکاک تر اغېزو لاندې د پولي بحران له رامنځته کېدو راهيسې ډېرې ټيټې سويې ته ورسيږي. د بحران او ناثابتو عواملو پر وړاندې دا د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ ټکی دی چې ايا د G20 غړي به نړيوالو ته د شته ننګونو پرضد د مبارزې باور او وړتيا څرګنده کړي او که نه. نو د G20 د سرمشريزو غونډو د اصلي موخې يادونه ډېر مهم ارزښت لري.

نړۍ هيله لري چې G20 د خبرو ګروپ نه، بلکې عملي ګروپ وي او هر څه په عمل کې ثابت کړي، نو اړوندې خواوې بايد خپل دريځونه همغږي کړي، توپيرونه دې په ښه توګه حل کړي، ګډې نظريې دې تر لاسه او همکارۍ دې پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای