CRI Online

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې مرستيال رئيس ارکن تونياز د شينجيانګ د بشري حقونو چارو د پرمختګ حالات معرفي کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-26 16:12:37

 

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې مرستيال رئيس ارکن تونياز د شينجيانګ د بشري حقونو چارو د پرمختګ حالات معرفي کړل

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې مرستيال رئيس ارکن تونياز د جون په ۲۵مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۱مه کلنۍ غونډه کې په شينجيانګ کې د بشري حقونو چارو د پرمختګ او د ترهګرۍ او توندلارۍ د له منځه وړلو حالات معرفي کړل.

ارکن تونياز وويل، شينجيانګ تل د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده اوپه دې سيمه کې له لرغونۍ زمانې راهيسې د بېلا بېلو قومونو وګړو په ګډه ژوند کړی او ډول ډول مذهبي عقيدې دلته ميشت دي. د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې شينجيانګ په بېلا بېلو برخو کې ستر پرمختګ موندلی، خو په عين وخت کې د بېلتون غوښتونکي نظر، ترهګرۍ او توندلارۍ له امله زيانمن شوی دی. چين له قانون سره سم په شينجيانګ کې د مسلکي مهارت روزنيز مرکزونه جوړ کړي او موخه يې د هغو کسانو ژغورل دي چې د توندلارۍ تر منفي اغېزې لاندې نيول شوي او سپک جرمي عملونه يې کړي. په تېرو دوو کلونو کې د يادو روزنيزو مرکزونو په کارونو کې څرګند برياليتوب تر لاسه شوی دی. هغه وويل

((په دغو مرکزونو کې زده کوونکي ګام په ګام د ترهګرۍ او توندلارۍ له منفي اغېزې څخه وتلي او قانوني او ناقانونه عملونه يې پېژندلي. په عين وخت کې دوی عصري پوهې او مالوماتو ته د لاس رسي لاره پيدا کړې او ځيني عملي تخنيکونه او د کار او استخدام توان يې خپل کړی. اوس ډېر زده کوونکي له دغو مرکزونو څخه تر فارغېدو وروسته په ټولنه کې په ثابت کار ګومارل شوي او د ژوند کيفيت يې ډېر لوړ شوی دی. ))

ښاغلي ارکن وويل، په تېرو درېيو کلونو کې شينجيانګ کې د زورزياتي هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې، د توندلارۍ د خپرېدو مخنيوی شوی او د ټولنې امنيتي حالت په څرګنده توګه ښه شوی دی. دغه راز د نيمکرغۍ او امنيت په برخو کې د ځايي وګړيو احساسات ډېر پياوړی شوي دي. تېر کال شينجيانګ يو سلو پنځوس مليونه سيلانيان جلب کړي او دغه شمېر د وړم کال په نسبت څلوېښت سلنه زيات شوی. د روان کال په تېرو پنځو مياشتو کې شينجيانګ ته د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې درې پنځوس سلنه زيات شوی دی. ويل کېږي چې د بېلا بېلو قومونو خلک د شينجيانګ د ټولنې له ثبات څخه ګټې اخلي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې له يوې مودې راهيسې، ځينو هېوادونو، غيرحکومتي سازمانونو او رسنيو په شينجيانګ کې د ټولنې او بشري حقونو چارو د پرمختګ له واقعيتونو سره سره د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې لپاره د شينجيانګ پر تدبيرونو تورونه ولګول او حتی جعلی خبرونه يې خپاره کړل. هغه وويل

((په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي، يوازې بوټ اخيستونکي ته مالومېږي چې ايا بوټان مناسب دي که نه؟ د شينجيانګ مسئلې په اړه شينجيانګيان تر ټولو ډېر د وينا کولو حق لري. يووالی او ثبات د خلکو د نيکمرغه ژوند بنسټ دی، خو بېلتون او ناارامي به زيانونه ورسوي. د اتباعو بنسټيز حقونه ساتل او په شينجيانګ کې د ټولنې ثبات او دايمي امنيت عملي کول د چين د کمونېست ګوند او حکومت لازمه دنده ده. ))

ارکن وويل، چين د نړيوالې ټولنې توجه ته ډېره پاملرنه کوي او ډېرو بهرنيو ديپلوماتانو، چارواکو، نړيوالو سازمانونو استازو او خبريالانو د چين حکومت په بلنه له شينجيانګ څخه ليدنه کړې ده. د ډېرو شخصيتونو په اند، د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد مبارزې په اړه د شينجيانګ تدبيرونو څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د م م د بشري حقونو شورا په دغه غونډه کې ګډونوالو د ښاغلي ارکن تونياز وينا وستايله چې د نورو کسانو لخوا په شينجيانګ کې د بشري حقونو د پرمختګ او له ترهګرۍ او توندلارۍ سره د مقابلې مالوماتو د تر لاسه کېدو لپاره ګټوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای