CRI Online

چين د ورخلاصون په پياوړتيا سره د ځانځانۍ ساتونکو افکارو پرضد مبارزه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 19:27:57

په تېر يو کال کې د اقتصادي پرمختګ د اټکل ټيټېدو په اړه ډېر نړيوال پولي خبرونه ښکته پورته شوي. لس کاله مخکې په ګردې نړۍ کې پولي بحران راغلی و، او په هر هېواد يې څپه راغلې وه، اوس نړيوال اقتصاد د ورو اعاده کېدو په حال دی، خو بيا هم له نوي لوی خطر سره مخامخ دی او ښايي د سوداګرۍ د ځانځانۍ ساتونکو افکارو له امله يو ځل بيا د کمزورتيا په کندې کې ولوېږي. ټوله نړۍ دې ته سترګه په لار ده چې په اوساکا کې به د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د سوداګرۍ ځانځانۍ ساتونکو افکارو په مقابل کې ځواکمن سلوک غوره کړي او نړيوال اقتصاد به د پرمختګ مدار ته سوق کړي.

مخکې تر دې په ۲۰۱۳ کال کې د چين مشر شي جين پينګ د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ وړانديز وکړ. دغه وړانديز د زمانې د پرمختيايي تمايل او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له هيلو سره سمون لري او د اوسنيو او راتلونکو ننګونو د حل لپاره د عملي کېدو وړ پلان دی. چين له تېرو زياتو کلونو راهيسې د ياد پلاون د عملي کولو لپاره هڅې کړي او کوي يې.

د روان کال په مارچ کې چين د بهرنيو سوداګرو لپاره د پانګونې قانون تصويب کړ چې له امله يې د ورخلاصون د پياوړتيا وضعيت تاييد شوی دی.

زياتو نړيوالو تصديو په چين کې ډېرې پانګونې کړې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د استعمال شويو بهرنيو پانګو ارزښت ۳۶۹ مليارډه او ۶۰ مليونه يوانه و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۸ سلنه زياتوالی ښيي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې بهرنۍ مستقيمې پانګونې کمې شوي، خو د چين له يادې شمېرې څخه پر چيني بازار د بهرنيو تصديو باور څرګنديږي.

د بريتانيا د کمبريج پوهنتون تاريخ پوه مارتين جاکيس په دې نظر دی چې که څه هم د ځانځانۍ ساتونکو افکارو او امريکا ته د لومړيتوب ورکولو د وړانديز په شمول د امريکا لخوا هغه عملي کېدوونکې تګلارې اغېزمنې دي، خو د امريکا داخلي کمزورتيا هم ترې ښکاري. د نړيوال کېدو تمايل د مقاومت وړ نه دی، د شلو صنعتي هېوادونو ډلې غړي بايد د څو اړخيزتوب، څو اړخيزو ارګانونو او څواړخيزو همکاريو په شمول د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره پر ګټورو تدبيرونو ټينګار وکړي.

زياتو جاپاني کارپوهانو له جاپان څخه غوښتنه کړې چې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د سيمه ييز يووالي بهير لپاره دې ګډې هڅې وکړي. د معلوماتو له مخې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې پر مهال به د چين او بهرنيو هېوادونو د مشرانو ترمنځ زياتې دوه يا څو اړخيزې کتنې تر سره شي، له دې دا معلوميږي چې د بېلا بېلو هېوادونو مشران سيمه ييز يووالي او همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري. په داسې حال کې امريکا يو اړخيزتوب او ځانځانۍ ساتونکي افکار پلي کوي، خو نورو هېوادونو ته د څو اړخيزتوب ساتنه او د پرانيستي نړيوال اقتصاد هڅونه ډېر ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای