CRI Online

د تعرفې ګواښونه ستونزه نشي حل کولی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 20:28:45

په داسې وخت کې چې ټاکل شوې د چين او امريکا مشران به د جاپان په اوساکا کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په څنډه کې سره وويني، د امريکا ځينو سياستوالو يو ځل بيا ګواښ کړی چې که چين او امريکا اقتصادي او سوداګريز تړون لاسليک نه کړي،امريکا به پر چين اضافي تعرفې زياتې کړي. د دوی دغه خبرې د دواړو مشرانو له ګډې نظريې څخه سرغړونه ده او د دواړو مشرانو ترمنځ د وروستيو خبرو اترو له روحيې سره سمون نه لري، دا د ستونزې د حل لاره نه ده.

د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د حلولو لپاره چين تل پر مساوي خبرو اترو ټينګار کړی او يو د بل د پاملرنې وړ مسئلې يې تر پام او غور لاندې نيولي، خو امريکا درې ځلې بې باوره کړنې تر سره کړي ، د امريکا لخوا د ګمرکي تعرفو دوامداره زياتوالی د چين او امريکا په مشورو کې يو جدي خنډ ګرځېدلی دی.

د تعرفې فشار به په هر وخت کې د چين لپاره کار ونکړي. د تعرفو زياتوالی به هېڅ وخت پر چين فشار را نه وړي، که دواړه خواوې پر ګډ لوري ګامونه پورته کړي او په عمل کې يې ثابته او ريښتينې صميميت وښيي ، نو د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې مسئلې به حل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای