CRI Online

چين د ورخلاصون تدبيرونو د لوړولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 12:10:21

د شلو صنعتي هېوادونو ډلې څوارلسمه سرمشريزه غونډه د جون په ۲۸مه نېټه د جاپان په اوساکا کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځي همکارۍ وکړي او په ګډه باکيفيته نړيوال اقتصاد جوړ کړي او اعلان يې وکړ چې چين به په نژدې راتلونکې کې د بازارونو د ورخلاصون لپاره پنځه تدبيرونه غوره کړي. نوموړي په دغه اعلان سره د نړيوال اقتصاد او د نړيوالې ادارې په چارو کې همکاريو ته لوری روښانه کړ.

روان کال د نړيوال پولي بحران د رامنځته کېدو له لسمي کاليزې سره برابر دی، خو نړيوال اقتصاد اوس يو ځل بيا له زياتو ننګونو سره مخامخ دی. د پيسو د نړيوال صندوق مشر کريستيني لاګاردي په وروستۍ موده کې وويل چې دوه کاله مخکې په سلو کې ۷۵سلنه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت چټک و او په روان کال کې اويا سلنه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ورو شوی دی. بيا سمسور شوی نړيوال اقتصاد د ورو پرمختګ له امله فعال نه دی او د انديښنې وړ دی. نو د بېلا بېلو عمده اقتصادونو ټاکنې اوس ډېرې مهمې دي.

رئيس شي جين پينګ د ورخلاصون پنځه تدبيرونه اعلان کړي چې چين به دغه هېواد ته بهرنيو پانګوالو ته د اجازې ورکولو په اړه د ۲۰۱۹ کال منفي لېست خپور کړي او د کرنې، کانونو، توليدي چارو او خدمتي چارو ورخلاصون به نور هم پراخ کړ،د ازادۍ سوداګرۍ نور شپږ نوې ازمويښتې سيمې به جوړې کړي، ورخلاصون به پراخ کړي، ګمرکي تعرفي به لا ټيټې کړي، سوداګريز چاپيريال کې به په دوامداره توګه ښه والی راولي، د راتلونکي کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه به د بهرنيو سوداګرو د پانګونو په هکله قانوني نظام عملي کړي، هر هېواد سره به مساوې چلند وکړي، په هراړخيزه توګه به بهرنيو پانګوالو ته د اجازې ورکولو په اړه له منفي لېست نه پر ته نور ټول محدوديتونه لغوه کړي، د اقتصادي او تجارتي مذاکراتو ،د سيمه ايزو اواقتصادي ملګرو اړيکو تړون د ژر عملي کيدو تړون، د چين او اروپا د پانګونو تړون او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د ازادې سوداګرۍ تړون په هکله د خبرو اترو هڅونه به وکړي.

اوسمهال د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې او د يواړخيزم د خپريدو، د نړيوالو توليدي چارو جوړښت او د پولي ثبات د خرابوالي او د نړيوال اقتصاد د خطرونو او ناثباتوالي لاملونو د زياتوالي په حال کې چين د جي 20 په ميکانيزم کې لومړی د ورخلاصون او همکارۍ بيرغ پورته کوي چې نړيوال اقتصاد ته فعاله نښه، نړيوال بازار ته ټينګ باور او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته هيلې ورسوي.

د پرانيستي نړيوال اقتصاد د فعال لارښوونکي، عملي کوونکي او هڅوونکي په توګه رئيس شي جين پينګ د يادې سرمشريزې غونډې په زياتو ځايونو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه پرانيستي نړيوال اقتصاد اباد کړي او وساتي څو نړيوال اقتصاد په سالمه او فعاله توګه پرمختګ ومومي. خلک بايد د چين د ورخلاصون په تجربو او لاسته راوړنو کې د چين د هوښيارتيا او پلانونو په اړه نړيوال ارزښتونه پيدا کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای