CRI Online

منفي ليستونه لنډ شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-01 15:42:41

د چين حکومت د جون په دېرشمه نېټه په رسمي توګه د ۲۰۱۹ کال لپاره چيني بازار ته د بهرنيو پانګونو د داخلېدو په اړه ځانګړی اداري تدبيرونه (منفي ليست ) او د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو ته د بهرنيو پانګونو د داخلېدو په اړه ځانګړی اداري تدبيرونه (منفي ليست ) خپور کړ چې له مخې يې د چين په لازياتو برخو کې بهرنيو پانګوالو ته د پانګونو اجازه ورکوي.دا وخت د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ د اوسکا په سرمشريزه غونډه کې د چين د رئيس شي جين پينګ له هغه اعلان څخه څه کم ۴۸ ساعتونه تېر شوي چې د چين حکومت به په پنځو برخو کې د ورخلاصون تګلارې ته ادامه ور کړي.د ورخلاصون د سويې او سرعت له نظره چين يو عملي کېدونکي هېواد بلل کيږي.

د چين د دغو منفي ليستونو نوې بڼې هغه درې ځانګړتياوې لري: لومړی ،د زړو بڼو په پرتله دغه بڼې لنډې شوې او په ياد لومړي منفي ليست کې شامل شوي شمېر له ۴۸ څخه ۴۰ ته کم شوی او په دوهم منفي ليست کې شمېر يې له ۴۵ څخه ۳۷ ته کم شوی چې د کموالي انډول يې په سلو کې ۱۷ اعشاريه اته دی.دوهم ،بهرنۍ پانګونې لازياتو برخو ته داخلېدای شي چې د کرنې،د کانونو د استخراجولو،توليدي او ترانسپورټي چارو،مخابراتو، بنسټيزو تأسيساتو او کلتور سره تړاو لري.درېيم ، د چين حکومت په دوامداره توګه د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې د نورو سيمو نه مخکې د ازادې سوداګرۍ سيمو ته د ازموينې حق ور کړی د بېلګې په توګه د ازادې سوداګرۍ په سيمو کې يې د سمندري توليداتو د نيولو او د چاپ چارو په برخو کې د بهرنيو پانګونو محدوديت لغوه کړی دی. د چين حکومت يو ځل بيا د ورخلاصون د پراخوالي له لارې په چين کې د بهرنيو تصديو ګټې تضمين کړی او د نړيوالو چارو په ځنځير کې د نړيوالې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره يې نوی خدمتونه کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای