CRI Online

کارپوهان: په اوساکا کې د چين او امريکا ترمنځ کتنه ستر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-01 16:28:36

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جاپان په اوسکا کې د شلو هېوادونو ډلې د ۱۴مې سرمشريزې غونډې په څنډې کې د جون په۲۹مه نېټه په اوسکا کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره وکتل. دواړو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په باره کې پر زياتو اساسي مسئلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او تجارتي اصطکاک او د ګډې علاقې وړ پر ځينو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د نظريو تبادله وکړه. د چارو کارپوهان په دې اند دي چې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه کتنه ډېره مهمه وه او ستر اهميت لري. دوی وايي چې چين او امريکا دې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر لوري ګډ ګامونه پورته وکړي.

د چين د ارام سمندر اقتصادي همکارۍ د ملي کمېټې مشر ښاغلي سو ګه دا نظر څرګند کړ: په داسې حال کې د دواړو هېوادونو مشرانو سره وکتل چې له يو مودې راهيسې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له ځينو ستونزو سره مخامخ شوې، نو د دواړو مشرانو ترمنځ دا کتنه د دوه اړخيزو اړيکو لپاره ستر اهميت لري.

د يوې کتنې له لارې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پر وړاندې شته ټولې ستونزې نشي حل کېدای، خو دغې کتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره پرمختيايي لوری وټاکهاو دواړو مشرانو وپتيله چې د دواړو هېوادونو اقتصادي ټيمونه د مساواتو او متقابلو ګټو پر بنسټ بيا مذاکرات پيل کړي.

د چارو کارپوه په اند، د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې اساسي واقعيت نه دی بدل شوی چې خپلمنځي همکارۍ يو بل ته ګټې او جنجالونه زيانونه ورسوي. مشارکت له اصطکاک نه ښه او ډيالوګ له مقابلې نه ګټور دی. د چين د نړيوالو مسئلو څېړنيز انسټيټوټ د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز مرستيالې مېرمن سو شياو هوی په دې نظر ده چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ په وروستې کتنه کې پرېکړه شوې چې دواړه خواوې به په مساواتو او متقابل درناوي سره خپلمنځي اقتصادي او تجارتي سلامشورې بيا پيل کړي. امريکايي لوری به پر چيني توليداتو نورې ګمرګي تعرفې زياتې نه کړي. له دې څخه څرګندېږي چې دواړه خواوې په دې ښې پوهېږي چې د اقتصادي او تجارتي همکارۍ اصلي موخه د ګډو ګټو موندل دي. نو مذاکرات دې مساوي بڼه ولري، په متقابل درناوي سره دې تر سره شي او د هرې خوا انديښنې دې ليرې شي.

عام وګړي هيله لري چې چين او امريکا دې په نژدې راتلونکې کې پر ګډ لوري ګامونه پورته کړي، دوی دا اميد نه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې مخکنۍ ستونزې يو ځل بيا رامنځته او پخوانۍ تېروتنې دې بيا تکرارې شي. که چېرې دواړه هېوادونه رښتيني صداقت وښيي، نو اقتصادي او تجارتي اړيکو په شمول د چين او امريکا ترمنځ عمومي روابط به يې رښتينی پرمختګ ومومي او د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه به په اغېزمنه توګه کنټرول او ليرې شي.

د دواړو مشرانو ترمنځ وروستۍ کتنې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات په اړه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختيايي لوری روښانه کړ. د چين د ډيپلوماسۍ پوهنځي مرستيال وانګ فان څرګنده کړه چې چين او امريکا دې په راتلونکې کې پر يو لوري کوښښونه وکړي.

ټولو ته معلومه ده چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ دومره اسانه لار نه ده. خو موږ په دې ټينګ باور لرو چې د دغو اړيکو پرمختيايي تمايل به عموماً ښه وي. نو ځکه همغږي، همکاري او ثبات نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه يوه مهمه موافقه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختللو اړيکو يو اصل ګڼل کېږي. يوازې دا چې موږ دواړه خواوې په ګډو هڅو سره همکاري وکړو، نو ګډې ګټې تر لاسه کولای شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای