CRI Online

تبصره: چين د ورخلاصون د پراخېدو لپاره جدي تدبيرونه نيولي دي او نيسي يې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-02 20:39:25

له دې نه وروسته چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جاپان په اوساکا کې د شلو سترو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ورخلاصون د پراخېدو په هکله د چين پنځه تدبيرونه بيان کړل، چين يو ځل بيا د داوس په ۱۳م دوبني فورم کې د ورخلاصون د پراختيا په اړه خبر ورکړ چې چين به د توليدي چارو او پولي خدمت په شمول په لا زياتو چارو کې د ورخلاصون د پياوړتيا، د ګمرکي مالياتو د عمومي سويې د ټيټوالي، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او د پانګونو په برخه کې د بهرنيو سوداګرو لپاره د لا پراخ، شفاف او اټکل کېدونکي چاپيريال د برابرولو لپاره هڅې وکړي.

ورخلاصون په چين کې يو دواملرونکی تاريخي جريان دی. اوسمهال چين د قانون او نظام د سيستم په بشپړولو سره د نظام په کچه د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي. مثلاً، په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون اضافي قواعد د بشپړېدو په حال کې دي او نامناسب قانون او قواعد به لغوه شي، څو ياد قواعد د راتلونکي کال په لومړۍ نېټه له ياد قانون سره يو ځای په کار پيل وکړي. بر سېره پردې، چين د پوهنې ملکيت حق د ساتلو لپاره لا جدي تدبيرونه نيولي دي چې دا هم د نظام په برخه کې د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابروي.

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ د غونډې د شمېرنې له مخې، تېر کال په نړۍ کې د بهرنيو مستقيمو پانګونو اندازه د وړم کال په پرتله ٪۱۳ ټېټه شوې، خو د چين په بازار کې دغه انډول د وړم کال په پرتله ٪۴ لوړ شوی دی. د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په چين کې بهرنۍ پانګونې د زياتوالي په حال کې وې او په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه ۳۶۹ مليارډو او ۶۰مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اته زيات شوی او د زياتوالي سرعت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځه واره زيات شوی دی. له دې څخه د چيني بازار د جلب ستر قوت څرګندېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای