CRI Online

رئيس شي جين پينګ د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-03 15:04:14

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وکتل او د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې چين او ترکيه بايد متقابل سياسي باور او خپلمنځي ستراتيژيکي همکارۍ پياوړې کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روانې مياشتې په ۲مه نېټه بېجينګ ته راغی او له چين څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه. دواړه مشران په تېرې جون مياشت کې د اسيا د متقابل عمل او باور د جوړونې د اقداماتو کنفرانس په پنځمه سرمشريزه غونډه او په اوساکا کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې تر ليدنې وروسته يو ځل بيا کتنه کوي. شي جين پينګ په بېجينګ کې د خلکو د لوی تالار ختيځې دروازې مخې ته په لوی ميدان کې د اردوغان لپاره د هرکلي مراسم تر سره کړل. شي جين پينګ له اردوغان سره د خبرو اترو په وخت کې وويل چين او ترکيه نوي بازاري او لوی پرمختيايي هېوادونه دي. موږ بايد متقابل سياسي باور او ستراتيژيکي همغږۍ پياوړې کړو، د م م په مرکزيت او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ دې د نړيوال سيسټم ټينګه ساتنه وکړو، څو اړخيزم او نړيوال عدالت دې خوندي وساتو، د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيت د څو اړخيز تجارتي سيسټم ساتنه دې وکړو او د دواړو هېوادونو او د نورو پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې دې وساتو.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې دواړه خواوې بايد په جدي توګه کړنې تر سره کړي او د ترهګرۍ پر ضد امنيتي همکارۍ دې پياوړې کړي. چين له ښاغلي اردوغان څخه مننه کوي چې څو ځلې يې پر دې ټينګار کړی چې هغه به په ترکيه کې هيچا ته د چين د بېلتون غوښتونکو فعاليتونو کې د ګډون کولو اجازه ورنه کړي. چين غواړي له ترکيې سره د ترهګرۍ پر ضد نړيوالو چارو کې همکاري وکړي. ترکيه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ مهم همکار دی. چين غواړي له ترکيې سره د يو کمربند او يوې لارې پلان او د ترکيې د منځني کوريډور په نوم پلان د پلي کېدو بهير چټک کړي، د سوداګرۍ، پانګونې، ساينس او ټېکنالوژۍ، انرژۍ او بنسټيزو تاسيساتو او نورو لويو پروژو په برخو کې په دوامداره توګه همکارۍ ته وده ورکړي او په عين وخت کې موږ بايد د کلتوري تبادلې او د سيلانۍ د همکاريو پراختيا ته ادامه ورکړو او د دواړو هېوادونو خلکو ترمنځ متقابل تفاهم دې زيات کړو.

شي جين پينګ زياته کړه چې دواړه خواوې بايد په ګډه د دوه اړخيز درناوي،عدالت، همکارۍ او د ګډو ګټو پر بنسټ د نوي ډول اړيکې جوړې کړي، په سيمه ييزو چارو کې د ارتباطاتو او همغږۍ ساتنه دې وکړي او په مناسبه توګه دې د تودو مسئلو سياسي حل ته وده او د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره دې خدمتونه وکړي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپلو خبرو کې وويل د چين او ترکيې ترمنځ دوستي چې له زرګونو کلونو راهيسې د ورېښمو لرغونې لار له لارې نښلول شوې ، نن ورځ ډېره پياوړې شوې ده. زه په دې باور يم چې د چين او ترکيې ترمنځ د اړيکو پرمختګ ستر توان لري. ترکيه د يو چين پر پاليسۍ ټينګار کوي. د ترکيې او چين ترمنځ د اړيکو پر له پسې پرمختګ به د سيمه ييز او نړيوال پرمختګ او سمسورتيا لپاره ستر خدمتونه وکړي.

اردوغان وويل چې په چين کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک نيکمرغه ژوند تيروي. ترکيه هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې لاس وهنه وکړي .ترکيه د تندلارۍ ټينګ مخالفت کوي او غواړي چې پر چين سياسي باور ټينګ او په امنيتي ساحه کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای