CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د داوس په دوبي فورم کې برخوالو ميلمانو په نوې زمانه کې د چين اقتصادي پرمختګ او تخنيکي نوښتونو ته پاملرنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 16:13:55

د ۲۰۱۹ کال د داوس دوبي فورم د جولاي په ۳مه نېټه د چين د لياو نينګ ولايت په داليان ښار کې پای ته ورسيد. په دغه فورم کې برخوالو ميلمانو د لارد د (4.0) د نړيوال کيدو د نوې زمانې د برياليتوب تر عنوان لاندې دغې موضوع ته پاملرنه وکړه چې په نوې زمانه کې د چين اقتصادي پرمختګ او تخنيکي نوښتونه څنګه د ټولې نړۍ ادارې ته ګټورې تجربې برابرولی شي؟

د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې د خنډونو شتوالي او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ سرعت د وروالي په چارو کې دا د پاملرنې وړ ټکی دی چې د نړۍ دويم لوی اقتصادي هېواد چين به په ثابته توګه پرمختګ ومومي او که نه؟ د دغه فورم يو ګډ رئيس او د چين د کيمياوي صنعت ګروپ مشر نينګ ګاو نينګ د چين د اقتصاد په هکله د يادونې په وخت کې څرګنده کړه چې د چين د اقتصاد د پرمختګ تمايل ټينګ او ځواکمن دی او د چين حکومت د خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه کوي، په همدې وخت کې په ثابته توګه روان وي. د چين د اقتصادي پرمختګ عمومي تمايل ډېر ټينګ دی، ځکه چې په چين کې د استخدام او پر دندې د ګمارنې حالت ښه دی، دغه راز اوسمهال په چين کې د شخصي لګښتونو اندازه د جي ډي پي په پرمختګ کې يوه ډېره لويه برخه نيسي چې څه دپاسه اويا زره مليارډو يوانو ته رسيدلې او د دې هېواد اقتصادي پرمختګ يې هڅولی دی. د چين حکومت يوازې بازار ته د توليداتو د برابرولو اصلاحات او د بې وزلۍ له منځه وړلو، د چاپيريال د ادارې او د پولي خطرونو د مخنيوي دري کارونه روان کړي، خو د اقتصاد د ټينګې هڅونې تدبيرونه په کې نه شته. په داسې حال کې بيا هم د چين اقتصاد پرمختګ کوي.

د يواړخيزم د پورته کيدو او د اقتصاد د کمزورتيا د فشارونو د زياتوالي پر وړاندې چين ته د بهرنيو پانګو د ننوتلو منفي لېست لنډ شوی. چين به په زغمو سره ورخلاصون پراخ کړي او د سوداګرۍ او پانګونو لپاره به ازاد او اسان کيدو بهير پرمخبوزي. د پيسو د نړيوال صندوق مرستيال مشر او د چينګ هوا پوهنتون د پولي چارو د څيړنې انسټيټيوټ مشر جو مين وويل چې چين د نړيوال کيدو پر دريځ ټينګار کوي او نړۍ ته به ګټې ورسوي. چين ته د بهرنيو پانګو د ننوتلو د منفي لېست لنډوالی په واقعي توګه د دغه هېواد بازار ته د پانګوالو پر مخ د دروازې خلاصول دي. دا ډېر مهم دی او پاپوليزم او د پروتېکشنيزم پر وړاندې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يو مهم کيليدي ټکی دی. د نړيوال کيدو په بهير کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې دغه بهير ژغوري او يا نه، خو د واقعي پرمختګ لپاره د نړيوال کيدو له بهير څخه بايد ځان ونه ژغورل شي، خو د پاپوليزم او پروتېکشنيزم لاندې د ځاني تجارت د ساتنې حال رامنځته شوی دی. نو چين يې په مقابل کې داسې تګلاره غوره کوي چې نړۍ ته لا نور ورخلاص کړي او دا د چين د نړيوال کيدو له ټينګ دريځ څخه څرګنديږي.

د داوس په ياد فورم کې ساينس او تخنيکونه او نوښتونه ډېر ياد شوی. د اروپا د څيړنې کميټې رئيس جين پيري بورګويګنون ۴۴ ځلې له چين څخه لېدنه کړې، نوموړي په ياد فورم کې هم ګډون درلود او و يې ويل، دا څرګنده ده چې په چين کې د ساينس او تخنيکونو پرمختګونه په زياتو برخو پورې اړه لري. لومړی په دغه هېواد کې د ساينس او تخنيک د لويو توليداتو د څيړنې سرعت چټک شوی چې په بېلا بېلو ساحو کې ترې استفاده کيږي. برسيره پر دې چين د تخنيکي نوښتونو په ساحه کې زيات استعداد لرونکي کسان او غښتلې ډلې او د هېواد ټينګ ملاتړ او پانګونې لري. چين اوس د ساينس او تخنيکونو په برخه کې د ځواکمن هېواد پر لور روان دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای