CRI Online

تبصره: د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ د خلکو له هيلو سره سمون خوري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 19:09:10

د امريکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د جولای په ۳مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کابينې ته يو خلاص ليک خپور کړ چې عنوان يې دی: که امريکا د دښمن په توګه چين ته وګوري، نتيجه به يې له مقصد سره مخالفه وي. دغه ليک د امريکا د پوهنې، ډيپلوماسۍ، پوځ او سوداګرۍ په برخو کې د سلو شخصيتونو لخوا په ګډه ليکل شوی دی. هغو شخصيتونو په دغه ليک کې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو سختوالي ته پاملرنه وکړه او دا نظر يې وښود چې دا د امريکا او ټولې نړۍ له ګټو سره سمون نه خوري او په واشنګټن کې له چين سره د هراړخيز مخالفت په اړه ګډه نظريه نه ده رامنځته شوې. له دغه ليک څخه څرګندېږي چې د امريکا بېلا بېلې خواوې له چين سره د اړيکو د ټينګښت هيلې لري.

همدارنګه، له دغه ليک څخه څرګندېږي چې چين د اقتصاد په برخه کې د امريکا دښمن نه دی. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو حقيقت ګډې ګټې دي. په ۱۹۷۹م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د سوداګرۍ اندازه له ۲ مليارډو او ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو څخه کمه وه، خو په ۲۰۱۸م کال کې دغه اندازه له ۶۳۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته وه. د دواړو هېوادونو د اقتصاد ګډه اندازه د نړۍ په عمومي اندازه کې ۴۰ سلنه نيسي. د چين او امريکا ترمنځ به د يوې خوا برياليتوب د بلې خوا د برياليتوب لپاره ښه بنسټ برابر کړي، خو د امريکا لخوا پر چيني توليداتو د مالياتو زياتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له اساسي حقيقت څخه سرغړوي، نو دواړو خواوو ته به زيانونه ورسوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای