CRI Online

له ګاونډيو هېوادونو سره د شينجيانګ پيوستون ډېر پياوړی شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-05 14:31:28

د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه د اسيا او اروپا په مرکز او د چين په شمال لويديځه څنډه کې پرته ده او له اتو هېوادونو يعنې مغولستان، روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان او هند سره ګډه پوله لري چې له ګاونډيو هېوادونو سره يې ۵۷۰۰کيلومترو ته رسيږي، دا په چين کې لومړنۍ سيمه ده چې ډېر پراخوالی او له ډېرو ګاونډيو هېوادونو سره ګډه اوږده پوله لري. پدې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په رڼا کې له ګاونډيو هېوادونو سره د شينجيانګ پيوستون لاپسې پياوړی شوی دی.

د سړکونو د جوړولو په برخه کې پرمختګ :

له شينجيانګ څخه پنځو ګاونډيو هېوادونو ته د باربرۍ ۱۱۱ سړکونه غځېدلي او له دې جملې څخه د چين – قرغېزستان – ازبکستان ترمنځ پر غځېدلې ځمکنۍ لارې باربري زياته ده او په منظمه توګه روانه ده.

د رېل پټليو د جوړولو په برخه کې پرمختګ: له شينجيانګ څخه د چين نورو سيمو ته ګړندي اورګاډي هم پرانيستل شوي او تګ راتګ کوي. له ۲۰۱۴ کال راهيسې په ټول شينجيانګ کې د ۱۳۲۰ کيلومترو په اوږدوالي نوې رېل پټلۍ ګټې اخيستلو ته سپارل شوې چې پدې توګه په دې سيمه کې د اورګاډو عمومي اوږدوالی ۶۲۳۱ کيلومترو ته رسيدلی دی.

د هوايي دهليزونو د جوړولو په برخه کې پرمختګ:

شينجيانګ ټولټال ۲۱ ملکي هوايي ډګرونه لري او د ۲۰۱۹ کال تر مې پايه پورې يې ۲۶۴ هوايي کرښې پرانيستې دي. د شيجيانګ د مرکز ارومچي نړيوال هوايي ډګر څخه د بهرنيو هېوادونو څه باندې۲۰ ښارونو او د چين څه باندې ۸۰ ښارونو ته الوتکې پروازونه کوي.

د مخابراتي کيبل د جوړولو په برخه کې پرمختګ:

شينجيانګ له پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغېزستان سره ۱۷ نړيوال کيبلونه جوړ کړي چې له لارې يې د شينجيانګ او دغو هېوادونو ترمنځ مخابراتي او معلوماتي پيوستون رامنځته شوی دی.

برسيره پردې اوس د شينجيانګ او د منځنۍ اسيا او اروپا د ۱۸ هېوادونو ۲۵ ښارونو ترمنځ د باربرۍ اورګاډي هم تګ راتګ کوي چې له لارې يې د ورځني ژوند د اړتيا وړ شيانو، جامو ، تخنيکي وسايلو او ساختماني توکو په ګډون ۲۰۰ ډوله تجارتي توکي ليږدول کيږي.

د ښوونې په برخه کې پرمختګ:

له ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر مې پورې شيجيانګ په ټوليزه توګه ۱۲ زره او ۵ سوه بهرني محصلين منلي او ۹۷۰ ځايي کسان يې د لوړو زده کړو او روزنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ليږلي دي.

د طبي خدمتونو په برخه کې پرمختګ:

په شينجيانګ کې ۵ روغتونونه نړيوال طبي خدمتونه برابروي او تراوسه پورې يې له ۲۰۰۰۰ زياتو بهرنيو ناروغانو درملنه کړې ده. دغه راز ۱۲ روغتونونه يې د شانګهای همکارۍ سازمان د روغتونونو همکارۍ ا تحاد کې شامل شوي او ۲۹ روغتونونه يې د ۳ ګاونډيو هېوادونو له ۲۴ لويو روغتونونو سره په ګډه ناروغانو ته د ان لاين طبي خدمتونه برابروي.

د سيلانيزو چارو په برخه کې پرمختګ:

په ۲۰۱۸ کال کې له شينجيانګ څخه ۱۵۰ مليونو کسانو سيل کړی چې دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪40.09 زياتوالی ښيي او عمومي سياحتي لګښت يې ۲۵۷ مليارډه او ۹۷۱ مليونه يوانه ښودل شوی چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪41.59 زيات دی.

د نړيوال تجارت په برخه کې پرمختګ:

د ارومچي د ګمرکاتو ادارې شمېره ښيي چې د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ څخه تر مې پورې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت۵۲ مليارډه ۲۸۰ مليونه يوانه ښودل شوی چې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله ٪10.8 زياتوالی ښيي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای