CRI Online

د جرمني اقتصادي ټولنه هيله لري چې چين او امريکا د خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافات ليرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-08 16:26:47
د جرمني اقتصادي ټولنه هيله لري چې چين او امريکا د خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافات ليرې کړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شلو صنعتي هېوادونو په هغه سرمشريزه غونډه کې چې په دې وروستيو کې د جاپان په وساکا کې پای ته رسېدلې، د چين او امريکا مشرانو موافقه وکړه چې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر اصولو به د چين او امريکا ترمنځ اړيکې پرمخبيايي او د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ به دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې خبرې اترې بيا پيل کړي. د جرمني اقتصادي ټولنې په دې اړه هيله وښودله چې چين او امريکا د خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافات ليرې کړي او د نړيوال بازار د ثبات عوامل زيات کړي.

د جرمني د ميسترکريس په نوم ټولنه Meisterkreis د دې هېواد د اوياوو صنايعو له استازو څخه جوړه شوې او د جرمني د سوداګريزو نښو يو کارډ بلل کېږي، د پورسچی Porsche او مونتبلنک Montblanc په شمول مشهور شرکتونه او تصدۍ د دې ټولنې غړي دي. د دې ټولنې رئيس کليمنس پفلنز وويل، د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اړيکو د ښه کېدو له امله د نړيوال اقتصاد باور زيات شوی، د مساواتو پر بنسټ ولاړې خبرې اترې يوازينۍ لاره ده چې د دواړو هېوادونو او حتی د ګردې نړۍ له ګټو سره سمون خوري. هغه وويل

((فکر کوم د نظريو تبادله لازمه ده، ځکه چې خبرې اترې د ستونزو د ليرې کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده. په خبرو اترو کې يوازې لږ پرمختګ هم د خوشحالۍ وړ دی. برسيره پر دې، د خبرو اترو پر بنسټ بايد مشخصه پروژه ترسره کېږي، يعنې د نظريو تبادلې په عين وخت کې دې متقابل تفاهم او باور پياوړې کېږي او بايد پر دې بنسټ خپلمنځي همکاري ترسره شي او اړوند پلانونه دې پلي شي، په دې توګه به لا ژورې تبادلې ترسره شي.))

ښاغلي کليمنس پفلنز وويل، چين او امريکا په نړۍ کې د دوو مهمو اقتصادونو په توګه، د دوی ترمنځ د اړيکو بدلون پر ګردې نړۍ اغېزه کوي، نو دا د خوشحالۍ وړ ده چې دواړو خواوو د خبرو اترو د بيا پيل لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې په بازار کې د بې ثباتۍ د عواملو په زياتېدو سره به صنعتي چارې لا کمزورې شي. هغه وويل

((ټولې صنعتي چارې د بې ثباتۍ عوامل نه خوښوي، د مثال په توګه، د جرمني اقتصاد که څه هم د بې ثباتۍ د عواملو په زياتېدو سره د اقتصادي حالت د کمزورتيا سبب نه ګرځي، خو له امله به يې تصدۍ او مشتريان ډېر زړه نا زړه وي. دا يو واقعيت دی چې اوس د اروپا او امريکا ترمنځ هم اړيکې ښې نه دي، نو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې هم لازمې دي. په دې بهير کې مهم ټکی د خپل پياوړي توان تاييدول نه دي، خو بايد يو د بل کلتور وپېژندل شي، ځکه چې ډېر موضوعات يوازې د يو هېواد لخوا نه شي حل کېدای، مثلا د اقليمي بدلون د مخنيوي مسئله او داسې نور. ))

د جرمني د يو شرکت د خرڅلاو مينيجر مکسيملين کاوب زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، له همکارۍ نه پرته ګډې ګټې نه شي تر لاسه کېداي. هغه وويل، اوس د دوی شرکت د بهرني خرڅلاو مهه برخه په چين کې ده.

((امريکا د جرمني د موټرو په شمول د اروپا پر ډېرو توليداتو بنديزونه لګولي، د امريکا تګلارې تل د بدلون په حال کې دي او ډېرې ناثابتې دي، نو زموږ د بهرنۍ خرڅلاو مهمه برخه په اسيا په تېره بيا چين کې ترتيب شوې. د چين بازار د پرمختګ پياوړی او ثابت ځواک لري، برسيره پر دې، په چين کې د انلاين سوداګرۍ او انلاين پې په شمول تکنالوژۍ هم ډېرې جلبونکې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای