CRI Online

د اروپايي ټولنې د نوې دورې د مشرتابه په بدلو سره د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د ټينګښت هېلې راټوکېدلې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-09 19:45:21

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولاۍ په ۷مه نېټه د بيلجيم له لومړي وزير چارليس ميشل سره په ټېلفوني خبرو کې نوموړي ته د اروپايي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو له امله ورته مبارکي وويل، له نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل چې چين د اروپا ملاتړ کوي چې په نړيوالو چارو کې لا مهم رول ولوبوي، غواړي د چين او اروپا تر منځ د سولې، ترقۍ، اصلاحاتو او تمدنونو په برخو کې د څلورو دوستانه اړيکو د لا نويو پرمختګونو هڅونه وکړي او په دې سره به د چين او اروپا د همکارۍ فعاله هيلې پيدا شي.

د روان کال په مې مياشت کې د اروپا د پارلماني ټاکنو له پای رسيدو وروسته د اروپايي ټولنې د نوې دورې په مشرتابه ټاکنو کې ډېرې ستونزمنې سلامشورې تر سره شوې دي. په تېرې اونۍ کې د اروپايي ټولنې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې د اروپايي ټولنې څلور مهم مشران وټاکل شول، نو ويلی شو چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د اروپايي ټولنې سياسي مشران ټاکل شوي دي.

اوسمهال اروپا له زياتو ننګونو سره مخامخ ده. يوه خوا په اروپا کې د کډوالو د بحران مسئله ده، د عوام ګرايۍ د تيزېدو سياسي واک پورته کيږي، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو مسئله نه ده حل شوې. بله خوا په اروپا کې د اقتصاد، د ساينس او تخنيکونو د نوښتونو او د صنعتي چارو د سيالۍ توان د کمزوري کېدو په حال کې دی او د اروپا او امريکا تر منځ سوداګريز جنجال لا هم روان دی. په دې حال کې دا شک نه شته چې له چين سره د همکارۍ پياوړتيا د اروپايي ټولنې په ډيپلوماسۍ کې يو مهم لوری دی. د چين او اروپا تر منځ د اړيکو په هکله خوشبينې ارزونې د دواړو خواوو د ګډو ګټو د پر له پسې پراخوالي پر بنسټ دي. چين او اروپا د سولې ساتلو په برخه کې ګډې غوښتنې او د اقتصادي پرمختګ او اصلاحاتو په ساحه کې ژورې ګډې ګټې لري، نو په کار دا ده چې د تمدنونو په ډيالوګ کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ټينګې کړي.

چين هيله لري چې د اروپايي ټولنې له نويو مشرانو سره ګډې هلې ځلې وکړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د دواړو خواوو هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې نوې سويې ته ورسوي. د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ نه يوازې د چين او اروپا د ګټو، بلکې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره هم ګټورې دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای