CRI Online

د تايوان له مسئلې څخه په استفادې سره د چين د کنټرولو په اړه د امريکا هڅه له اور سره د لوبې په شان ده.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-10 10:56:17

دا چې په دې ورځو کې د امريکا خارجه وزارت پر تايوان سيمې د ۲.۲۲ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهيزاتو پلورل منظور کړ، چين ور سره ټينګ مخالفت کړی او خپل جدي اختجاج يې څرګند کړ.

د امريکا دغه عمل د يو چين پېژندنې له اصولو او د چين امريکا ترمنځ له شويو۳ ګډو اعلاميو څخه سخته سرغړونه، په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د شويو مهمو موافقو پر ضد او د چين په کورنيو چارو کې ستوغه مداخله ده. امريکايي لوری په دې کار سره له اور سره لوبه کوي!

امريکا له ډېرو کلونو راهيسې تل د "۳ ګډو اعلاميو او يو قانون" په رڼا کې د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو چارې تنظيمې کړې او کوي يې. ۳ ګډې اعلاميې يعنې د چين او امريکا ترمنځ د يو چين د پېژندنې د تائيدولو لپاره لاسليک شوې ۳ ګډې اعلاميې دي. امريکا پر دې اعتراف کوي چې د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان سيمه د چين يوه برخه ده. پر همدې مهال امريکا په خپل هېواد کې له تايوان سره د اړيکو په نوم د يو قانون په جوړولو سره دغې سيمې ته خپلې پوځي مرستې هم برابروي. پر تايوان د وسلو او پوځي تجهيزاتو پلورل د چين او امريکا ترمنځ پر اړيکو د منفي اغېزې يو عامل بلل کېږي. د امريکا د اوسني حکومت له رامنځته کېدو نه تر اوسه پورې څه باندې ۲ کاله تېر شوي چې ۴ ځله يې پر تايوان وسلې او پوځي تجهيزات پلورلي دي. د امريکا د حکومت دغه کړه وړه نه يوازې د دغه هېواد په دننه کې د وسلو تاجرانو غوښتنو د پوره کولو لپاره دي، بلکې موخه يې له دې لارې د چين کنټرول او د چين د پرمختګ مخنيوی دی.

د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د امريکا د ملي کانګرس په منظورۍ سره تايوان ته د سفر قانون نافذ شو چې له مخې يې د امريکا د هرې کچې حکومتي چارواکي تايوان ته سفر کولای شي. د ۲۰۱۹ کال په مې کې د امريکا د استازيو په مجلس کې د سږ کال لپاره د تايوان د ډاډ قانون تصويب شو. ولې امريکا کله نا کله د تايوان مسئلې په اړه د چين پر ضد ناسم اقدام کړي؟ له دې څخه څرګندېږي چې ځينې امريکايان د چين په ستره برخه کې پر چټک پرمختګ ډېر انديښمن دي. په اوسني حال کې چې د چين او امريکا اړيکې له يو لړ ستونزو سره مخامخ دي، امريکا يو ځل بيا دغه چلند تر سره کړ. تر شا يې پر چين د پر له پسې فشار اچولو توطيه ده.

خو د تايوان له مسئلې سره په استفادې سره د چين د کنټرولو په اړه د ځينو امريکايي سياستوالو هڅه به حتماً ناکامه شي. که څه هم په تايوان سيمه کې ځينې کسان د امريکايي ملاتړ په اتکا د هېواد له سترې برخې سره مقابله کوي، خو دوی د اقتصاد د جهاني کېدو تمايل او د زياترو تايوانيانو رښتينې غوښتنې نشي بدلولای. نن ورځ د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د توکو د توليدي او برابرونکي ځنځيرونو ډېر نژدې او بشپړ سيستم جوړ شوی دی. د هېواد ستره برخه د تايوان سيمې تر ټولو لوی سوداګريز همکار، صادراتي بازار او د پانګونې عمده موخه ګرځېدلې ده. په ۲۰۱۸ کال کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي حجم له ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتی دی او له تايوان نه سترې برخې ته څه باندې ۴ مليونه تنه راغلي دي.

نو ځکه د تايوان يوې خبري رسنۍ په هوښيارۍ سره دې ته اشاره کړې چې تايوان د امريکايانو په لاس کې د چنې وهلو چل دی. که د تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې خړې پړې وي، تايوان به له امريکا څخه لا زياتې وسلې واخلي. دا بيخي ساده نظر دی چې تايوان پر امريکا په اتکا سره خپل ثبات او پرمختګ موندلای شي. خو د چين د سترې برخې په لاس کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لارښوونه او ابتکار خامخا شته.

برسېره پر دې، له دې وروستيو څو کلونو راهيسې مخ په زياتېدونکو هېوادونو له تايوان سره خپلې رسمي اړيکې قطع کړې او د چين د ولسي جمهوريت له حکومت سره يې خپلې ديپلوماتيکې اړيکې جوړې کړې دي. د يو چين د پېژندنې اصل په نړيواله ټولنه کې په يوې موافقې بدل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای