د چين د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۱۱مه نېټه د يوې شميرنې په خپرولو سره وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۴۷۸ مليارډه او ۳۳۰ مليونه يوانو ته رسيده چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي. د نړيوال اقتصاد پر وړاندې د خطرونو لوړېدو او په ټوله نړۍ کې د مستقيمو بهرنيو پانګونو يعنې د FDI د زياتوالي سرعت د ورو کېدو په حال کې بيا هم په چين کې د بهرنيو پانګو اندازه لوړه ده. له دغو واقعي فعاليتونو څخه څرګنديږي چې بهرني پانګوونکي د چين پر اقتصاد باور لري.
اوسمهال د سوداګرۍ پروتيکشنيزم او يو اړخيزه غوښتنه پورته شوې او د نړيوالو پانګوونکو باور يې زيانمن کړی دی. تېر کال د FDI اندازه د وړم کال په پرتله ۱۳سلنه کمه وه، خو په چيني بازار کې د بهرنيو پانګونو شمېر د وړم کال په پرتله ۴سلنه زياته وه. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د بهرنيو پانګونو اندازه په دوامداره توګه زياته شوې چې د چين د اقتصاد ځانګړی راجلبونکی توان ترې څرګنديږي.
په چين کې د ۱ مليارډ او ۴۰۰ مليونو نفوس بازار شته او په چين کې د بهرنيو پانګوونکو تصديو ته يې واقعي ګټې رسولې دي.
په چين کې د بهرنيو پانګونو اندازې زياتوالی دا څرګندوي چې د چين اقتصاد د پرمختګ ټينګ توان لري او راتلونکي ته په ښه نظر ګوري.
که څه هم اوس د اقتصاد نړيوال کيدو بهير له زياتو مشکلاتو سره مخامخ دی، خو چين لا هم پر ورخلاصون ټينګار او د سوداګرۍ چاپيريال کې پر ښه والي ټينګار کوي چې په چين کې يې بهرنيو تصديو ته ټينګ هوډ ښودلی دی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |