CRI Online

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د غړو شمېر سلو ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 15:25:38

د جولای په ديارسلمه نېټه د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پآنګونې بانک د شورا غونډې تر منظورۍ وروسته بنين،جيبوتي او روندا د دې بانک د نهمې ډلې د نويو غړو په توګه وټاکل شول چې په دې سره د غړو شمېر سلو ته ورسيد.د دغه بانک يو چارواکي وويل چې د دوی د غړو شمېر له زياتوالي څخه ښکاري چې د دغه بانک تر ملاتړ لاندې څو اړخيزم او د ورخلاصون او همکارۍ مفکوره د نړيوالو له خوا منل کيږي.

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د شورا څلورمې دورې کلنۍ غونډه د جولای له ۱۲مې نيټې څخه تر ۱۳مې نيټې پورې په لوکزامبورګ کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې همکارۍ او پيوستون وه. د غونډې برخه والو د اسيا او اروپا ترمنځ د همکارۍ له لارې د پيوستون د پرمخبيولو، د بنسټيزو تأسيساتو په اړه د پيسو راغونډولو،د دغه بانک د ستراتيژيک پرمختګ او د اړوندو چارو د ادارې په باب بحثونه وکړل. دا د پاملرنې وړ ده چې ياد نوی غړي ټول افريقايي هېوادونه دي.د افريقا د پرمختيا بانک د تازه شمېرنې له مخې هر کال افريقايي هېوادونه د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو لپاره له ۱۳۰ مليارډو څخه تر ۱۷۰ مليارډو پورې امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.خو په دې جمله کې دغه هېوادونه له ۶۸ ملیارډو څخه تر ۱۰۸ مليارډو پورې پانګه نه لري.د روندا د ماليې او اقتصادي پلان وزير اوزيل داګيجيمانا له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې روندا د نورو زياترو افريقايي هېوادونو په شان تمه لري چې د دغه بانک له لارې د خپل هېواد د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو او د پانګونو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. هغه وويل

،د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک يو ستر بانک ګڼل کيږي.مونږ خوشحاله يو چې روندا د دغه بانک د سلم غړي په توګه وټاکل شو.مونږ تمه لرو چې نه يوازې له دغه بانک سره بلکې د دغه بانک له غړو هېوادونو سره هم اغيزمنې همکارۍ ولرو او په ګډه د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو، د اسيا او افريقا ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زياتوالي لپاره هلې ځلې وکړو.

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د مطبوعاتي وياند لاوريل اوسټفيلډ په اند د دغه بانک د غړو له زياتوالي څخه داسې ښکاري چې د دوی تر ملاتړ لاندې څو اړخيزم او د ورخلاصون او همکارۍ مفکوره په نړيواله ټولنه کې منل کيږي. هغه وويل،د دغه بانک د غړو شمېر په تېرو دريو کلونو کې له ۵۷ څخه سلو ته زيات شوی چې دغه رقم د ياد بانک د جوړېدو د پيل په پرتله يو چند زياتوالی موندلی دی. له دې څخه ښکاري چې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه او تګلارې جوړونکي په دې پوه شوي چې دوی بايد د نړيوالې همکارۍ له لارې له نړيوالو مسئلو سره مقابله وکړي.د ياد بانک په شان څو اړخيز ارګانونه د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره اغيزمن ميکانيزمونه برابروي او دا هم ور څخه څرګنديږي چې زياتره هېوادونه او خلک پر نړيوالو همکاريو باندې پوره باور لري.

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې جوړ شو او په تېرو دريو کلونو کې يې پرخپلې کليدي مفکورې ټينګار کړی چې له امله يې چارې په پر له پسې توګه پراخې شوې دي.د دغه بانک د يوې تازه شمېرنې له مخې د ۱۸ غړو هېوادونو لپاره د ۴۶ پروژو پورونه منظور شوي چې ارزښت يې ۸ ملياردو او ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيږي.د دغه بانک د غړو هېوادونو نفوس د نړۍ په سلو کې ۷۸ برخه نيسي او د کورني توليد عمومي ارزښت يې د نړۍ په سلو کې ۶۳ برخه نيسي.د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک مشر جيم لي چون وايي چې دغه بانک به په ثابت ډول روان وي او په دوامداره توګه به د غړو هېوادونو او سيمو له دواملرونکي پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای