CRI Online

په منځنۍ اسيا کې د بادي انرژۍ د تر ټولو لويې پروژې د جوړولو کارونه پيل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-07-16 14:40:19

د قزاقستان په جناتاس ښار کې د 100mw برېښنا کوټ د جوړولو کارونه د جولای په ۱۵ مه نېټه د لومړني جنراتور په درولو سره رسماً پيل شول. دغه پروژه د چين د سي پي ای شرکت (China Power International,CPI) په پانګونې جوړيږي او په منځنۍ اسيا کې د بادي انرژۍ تر ټولو لويه پروژه ده او د چين او قزاقستان د همکاريو يوه مهمه برخه ده چې له لارې به يې د قزاقستان په جنوب کې د برېښنا کمبود ستونزه لرې شي او ځايي اوسېدونکو ته به ګڼ شمېر کاري فرصتونه برابر شي.

ټاکل شوې ده چې پر يادې پروژې به ټولټال ۱۶۰ مليونه امريکايي ډالره پانګونه وشي او ۴۰ جنراتورونه به پکې ودرول شي. د قزاقستان د جامبيل ولايت مرستيال کلندروف د جولای په ۱۵ مه نېټه د دغې پروژې د جوړولو کارونو د پيل په مراسمو کې په خپله وينا کې وويل:

((د جناتاس د 100mw بادي انرژې پروژه د جامبيل ايالت لپاره ډېر ارزښت لري،د دغې پروژې له لارې به په دې سيمه کې د برېښنا د کمبود ستونزه حل شي، بېلابېلې توليدي چارې به تضمين شي او ځايي اوسيدونکو ته به له ۳۰۰ څخه زيات کاري فرصتونه برابر شي. موږ د دغې پروژې له لارې يوځل بيا د چيني تصديو د هرکلي پيغام ورکوو، قزاقستان به په مداومه توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ګډون وکړي او د توليدي توان په برخه کې به له چين سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته به زيات پرمختګ ورکړي.))

د يادې پروژې د طرحه کولو، جوړولو او مخوړونکې چارې به د چين د سي پي ای شرکت او د قزاقستان د ويسور (Visor) شرکت لخوا په ګډه ترسره شي. د چين د سي پي ای شرکت منيجر تيان جون وايي، سي پي ای شرکت په چين کې د پاکو انرژيو په پانګونو کې مخکښه تصدۍ ده، دغه شرکت به له ويسور شرکت او نورو نړيوالو مشهورو ډيزاين کوونکو، جوړوونکو او اداره کوونکو تصديو سره په ګډې همکارۍ د قزاقستان لپاره يو باکيفيته برېښنا کوټ جوړ کړي او د دغه هېواد د بادي انرژۍ او نورو نويو انرژيو د کارولو لپاره به خدمتونه وکړي.

((دغه پروژه به هر کال ۳۵۰۰ مليونه کيلو واټه برېښنا توليد کړي او د مليونونو کورنيو د برېښنا اړتياوې به پوره کړي. هر کال به د دغه برېښنا د برېښنا د توليدولو په بهير کې د ککړو ګازو د خپراوي اندازه د هغه ډول برېښنا کوټ په پرتله چې برېښنا له سکرو څخه په استفادې توليدوي، ۲۰۰۰ ټنه کمه وي او د کاربن دوه اکسايد د خپراوي اندازه به يې 289 زره ټنه کمه وي چې په قزاقستان کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د نورو لپاره نمونه وي.))

په الماتا کې د چين کونسل مياو هونګ بو دې په خپلو خبرو کې وويل چې پدې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې او د قزاقستان د اقتصادي طرحې په پلي کېدو سره د چين او قزاقستان ترمنځ د توليدي چارو په برخه کې همکاريو چټک پرمختګ کړی او ډېرې لاسته راوړنې لري. دغه پروژه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د چين او قزاقستان ترمنځ د توليدي چارو د همکاريو په ليست کې شامله شوه او د تياري چارې يې په څه باندې يو کال کې بشپړې شوې، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د توليدي چارو د همکاريو نوې لاسته راوړنه ده او د دواړو هېوادونو د خپلمنخي همکاريو د چټک پرمختګ ښکارندويي کوي.

(( سږکال د چين او قزاقستان ترمنځ د توليدي چارو د همکاريو پنځمه کليزه ده، په تېرو پنځو کلونو کې په دې برخه کې ډېرې لاسته راړونې لري، د جناتاس برېښناکوټ پروژه يوه له دې څخه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو انرژيو په برخه کې د همکاريزو پروژو نمونه ده، باور لرم چې دغه پروژه به بريالۍ شي، په قزاقستان کې به د انرژيو کارونه اصلاح کړي ، په جتاناس کې به د برېښنا عرضه لوړه او د چين او قزاقستان ترمنځ همکارۍ به لا پراخې کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای