CRI Online

تبصره: لويدېځي هېوادونه دې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د چين د شينجيانګ له تجربو څخه زده کړه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-16 19:04:13

په ژنيو کې د روسيې، سعودي او پاکستان په شمول د ۳۷ هېوادونو دايمي سفيرانو، د م م د بشري حقوقو شورا رئيس او لوړ پوړيو خاصو چارواکو ته يو ګډ پيغام ولېږه، چې پکې يې د چين په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د ساتنې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو په برخو کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ستاينه کړې ده. له دې څخه څرګندېږي چې نړيواله ټولنه د شينجيانګ د پرمختګ په اړه عادلانه او انصافي ارزونې لري. د ځېنو لويدېځي هېوادونه هغه ناوړه موخه به تر سره نه شي چې د تش په نوم بشري حقونو په پلمه شينجيانګ بدناموي او پر چين باندې فشار اچوي. هغه هېوادونه بايد د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د خپل هېواد د ستونزو د ليرې کولو لپاره د شينجيانګ له تجربو څخه زده کړه وکړي.

د تېرې پيړۍ د نهمې ليسزې راپدېخوا، په شينجيانګ کې ترهګرو، تندلارو او بېلتون غوښتونکو وسله والو څو څو ځله ترهګريزې پېښې تر سره کړې دي چې له امله يې زيات بې ګناه عام وګړي وژل شوي او ځايي ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ته يې زيانونه رسولي دي. د چين حکومت د دغو حالاتو د مخنيوي او د شينجيانګ د ټولنې د ارامتيا د ساتلو په هکله د قانون له مخې يو لړ تدبيرونه نيولي دي او د ترهګرو پر ضد يې مبارزه کړې ده، څو په شينجيانګ کې بشري حقونه وساتل شي.

په يادو تدبيرونو کې د مسلکي تخنيک د روزنې او ښوونې مرکز جوړول شامل دي، څو د ښوونې له لارې د هغو مجرمينو او کسانو سره مرسته وکړي کوم چې سپک جرمونه يې کړي او د قانون مخالف عمل يې کړی. دغه مرکز په وړيا توګه د ملي ژبې، قانوني معلوماتو، مسلکي تخنيکونو او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو په برخو کې زده کوونکو ته درسونه برابروي، څو د کار پيدا کولو په برخه کې له دغو زده کوونکو سره مرسته وکړي او د ترهګرۍ او افراطيت سرچينه له منځه يوسي.

رښتيا ده چې د دغه مرکز د جوړولو له لارې برياليتوبونه تر لاسه شوي. په شينجيانګ کې په کابو درېيو کلونو کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې. په ۲۰۱۸م کال کې د شينجيانګ د کورنيو توليداتو عمومي اندازه د ۲۰۱۷م کال په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه يو زياته شوې ده او په همدې کال کې شينجيانګ ته د سيلانيانو شمېر له ۱۵۰ مليونو څخه زيات و چې دغه شمېر د ۲۰۱۷م کال په پرتله په سلو کې څلوېښت زيات شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای