CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مرکزي تصديو خالصې ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۸ اعشاريه ۶ زياتې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-17 15:23:43

د چين د دولتي شورا د دولتي دارايۍ د څار او ادارې کميټې اړوند مسئول د جولای په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مرکزي تصديو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله نژدې په سلو کې شپږ زيات شوي او خالصې ګټې يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه شپږ زياتې شوې دي.داسې ښکاري چې د چين د مرکزي تصديو اقتصادي حالت په ثابت ډول پرمختګ موندلی دی.

د چين دغو تصدۍ د دولتي امنيت او اقتصادي پرمختګ په اړوندو صنايعو او کليدي برخو کې لارښوونکي او کنترولونکي مقامونه لري او د دولتي اقتصاد لپاره د ملا تير په شان رول لوبوي.د ۲۰۱۹ کال تر جولای پورې د يادې کميټې تر ادارې لاندې د مرکزي تصديو شمېر ۹۶ ته رسيدلی دی. د دغې کميټې سرمنشي او مطبوعاتي وياند پنګ هوا ګانګ په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مرکزي تصديو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵ اعشاريه ۹ زيات شوي او ګټو يې په ثابت ډول زياتوالی موندلی دی. د روان کال په جون مياشت کې د دغو تصديو خالصې ګټې د تاريخي ريکارډونو په پرتله ډېرې لوړې وي. هغه وويل، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د چين د مرکزي تصديو عايدات ۱۴۵۰۰ مليارډو يوانو ته رسيدلي چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵ اعشاريه ۹ زيات شوی دی.د دې ترڅنګ خالصې ګټې يې ۷۰۳ مليارډه او ۷۷۰ مليونه يوانه وې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه شپږ زياتوالی ښيي. په دې جمله کې د ۳۴ چيني مرکزي تصديو د ګټو د زياتوالي انډول په سلو کې له شلو څخه اوښتی او د ۵۳ تصديو د ګټو د زياتوالي انډول په سلو کې له لسو څخه زيات شوی دی.په تېره بيا د روان کال په جون مياشت کې د چين د مرکزي تصديو خالصې ګټې ۱۵۸ مليارډه او ۴۹۰ مليونه يوانه وې او عمومي ګټې يې ۲۱۱ مليارډه او ۷۸۰ مليونه يوانو ته رسيدلې دي.

د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د بنسټيزو توليداتو برابري په ثابت ډول زياته شوې،د دغو مرکزي تصديو د اومو نفتو توليدي اندازه،د پاخو نفتو او د طبيعي ګازو د پلورنې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياتې شوې دي. په عين وخت کې د بريښنا توليدونکو تصديو د برېښنا د پلورنې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ زياته شوې او د سکرو توليدي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه زياتوالی موندلی دی.له روان کال راهيسې د چين د مرکزي تصديو د پانګونو د زياتوالي انډول په سلو کې اووه ساتل شوی او د ملي محصولاتو لپاره د دغو تصديو خدمتي انډول هم په پر له پسې توګه چټک شوی دی.د دولتي درايۍ د څار او ادارې کميټې مسئول پنګ هوا ګانګ وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د يادو تصديو د خالصو ګټو په شمول د اقتصادي ګټو د زياتوالي انډول د لومړۍ ربعې په پرتله لږ څه ورو شوی ، خو لايې هم په معقوله سويه ساتلې ده. نوموړي وويل،د تېر کال په لومړۍ نيمايي کې د دغو تصديو ګټې ډېرې وې، خو دغو تصديو په روان کال کې د لګښتونو د کمولو لپاره هڅې کړې چې له امله يې د دوی پر ګټو اغيزه کړې ده.سربېره پردې په نړۍ کې د اقتصاد او سوداګرۍ پرمختيايي انډول په يو وخت کې ورو شوی، بهرنی اقتصادي چاپيريال ښه نه دی او د چين د کورني اقتصادي پرمختګ د شاتګ له فشارونو سره مخ دی چې دغو عواملو تر يوې اندازې پورې د يادو تصديو د ګټو د زياتوالي پر انډول منفي اغيزه کړې ده.

د چين مرکزي تصديو په دې وروستيو کلونو کې د پرمختيايي جوړښت د تنظيمولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي . هغه زياته کړه چې د چين ياده کميټه د تجهيزاتو د جوړولو، بېړيو او کيمياوي صنعت پورې د اړوندو تصديو د ستراتيژيو په تنظيمولو په څېړنې بوخته ده تر څو د چين د دولتي پانګو جوړښت غوره او لا ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای