CRI Online

تبصره: د نړيوال پولي صندوق (IMF) د اصلاحاتو په بهير کې دې د تازه سمسورو اقتصادونو د وينا او د استازيتوب حق پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-17 20:19:08

د نړيوال پولي صندوق (IMF) اجرائيوي شورا پر ځايي وخت د جولای په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې له خپلې دندې څخه د دغه صندوق د مشرې کريسټين لاګارډ د استعفا غوښتنه ومنل شوه او د راتلونکي مشر د ټاکنو مرحله به سمدلاسه شروع شي. اوس په دغه صندوق کې د ونډو ۱۵مه عمومي څارنه په کليدي او مهم حال کې ده، که هر څوک چې د دغه صندوق د مشر په توګه وټاکل شي، بايد د زمانې د څپو سره سم په دغه صندوق کې د ونډو کچه او اداري اصلاحات ژور کړي او بايد د تازه سمسورو اقتصادونو د وينا حق او د استازيتوب حق پياوړی کړي، څو د دغه صندوق حقانيت او نفوذ وساتل شي.

اوس په ياد صندوق کې په نړيوال اقتصادي چوکاټ کې د بېلا بېلو اقتصادونو د مقامونو له لحاظه،د ونډو کچه او اداري حالات عادلانه نه دي او په معقوله توګه د اقتصادي چوکاټ بدلونونه نه دي څرګند شوي. د بېلګې په توګه، د نړۍ د GDP په عمومي اندازه کې تازه سمسور اقتصادونه او پرمختيايي هېوادونه نيمه برخه نيسي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې د خدمت انډول له اتيا سلنې څخه زيات دی. په نړيوال اقتصاد کې د امريکا برخه شل سلنې ته ټيټه شوې ده، خو امريکا اوس په دغه صندوق کې د رايګرۍ ډېره لويه برخه نيسي چې انډول يې ٪۱۶.۵۲ دی، او د مهمو پريګړو د ټاکلو په وخت کې د مطلقې ردونې حق لري. دغه راز، پرمختللي هېوادونه په دغه صندوق کې د لارښوونې مقام هم نيسي.

ياد حالات نه يوازې د تازه سمسورو اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو ګټو ته زيانونه رسوي، بلکې د دغه صندوق پر حقانيت، عدالت او جامعيت باندې منفي اغيزې لري. نو د دغه صندوق سرپرست مشر داويډ ليپتون غوښتنه وکړه: ( که غواړو په نړۍ کې د دغه صندوق نفوذ او اغيزه وساتو، بايد په معقوله توګه د هغو هېوادونو د وينا حق پياوړی کړو کوم چې په اقتصاد کې يې اهميت د زياتېدو په حال کې دی او د اړوندو مسؤليتونو د پر غاړه اخيستلو لپاره يې چمتوالی نيولی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای