CRI Online

د چين د ماشوم کتاب پنځم نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-18 16:22:05

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د ماشوم کتاب ۵م نندارتون د جولای له ۱۷مې نه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره کېږي. په دغه نندارتون کې څه دپاسه ۳۵۰۰۰ ډوله د ماشوم کتابونه ښودل کېږي او د ماشومانو کتابونو د چاپولو زيات شمېر مشهورې بهرنۍ مطبعې يې راجلب کړي دي. مسلکي شخصيتونو څرګنده کړه چې د ماشوم کتابونو د چاپولو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ د زياتوالي له امله نه يوازې چيني ماشومانو ته لا زيات ډوله کتابونه برابروي، بلکې د لا زياتو چيني ليکوالانو د روزلو سبب به وګرځي.

د څو ماشومانو د لوستلو په اوازونو سره د چين د ماشوم کتاب ۵م نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو. د رنګينې نړۍ د لوستلو تر سرليک لاندې دغه نندارتون زيات شمېر چيني او بهرنۍ مطبعې او نامتو ليکوالان راجلب کړي او پکې د انځوري کتابونو، د ماشوم ادبياتو، علمي پوهې، کارتون او د هوښيارۍ د هڅولو په شمول کابو ۳۵۰۰۰ ډوله کتابونه نندارچيانو ته وړاندې کېږي چې له دې جملې څخه ۵۰۰۰ ډوله يې بهرني کتابونه دي.

مېرمن ين له خپلې ۶ کلنۍ لور سره په همدې ورځ د دغه نندراتون پرانيستلو ته راغلې وه. هغې وويل

((موږ واقعاً هر کال دغه نندارتون ته راځو. دا زموږ ۳م ځل دی. زما لور د کتاب له لوستلو څخه ډېر خوند اخلي او ور سره يې زياته مينه پيدا کړې ده. په دې ورځو کې موږ د ښکلا د سفر په نامه د يو کتاب په لوستلو بوخت يوو. غواړم چې لور مې د کتاب لوستلو ښه عادت ولري. ))

د جيه لي په نامه مطبعه په چين کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د کتابونو د چاپولو په برخه کې ډېره مشهوره مطبعه بلل کېږي. په ياد نندارتون کې د ګډون لپاره دغې مطبعې څه دپاسه ۳۰۰ ډوله کتابونه راوړي دي. د جيه لي مطبعې مرستيالې سرايديټرې مېرمن ما جيې داسې معلومات ورکړل چې اوس مهال د دغې مطبعې لخوا چاپ شوي کتابونه ډېر ښه پلورل کېږي.

((موږ له څو کلونو راهيسې څه باندې ۱۰ ډوله انځوري کتابونه چاپ کړي او څو ډولو يې نړيوالې جايزې ګټلې دي.))

د معلوماتو له مخې، د تېرو څو دورو په پرتله د ماشوم کتاب دغه نندارتون ډېر په نړيوال کېدو دی. د ماشوم کتاب د چاپ په برخه کې زياتو نامتو بهرنيو مطبعو هم دغه نندارتون ته خپل غوره کتابونه راوړي دي.

د ماشوم کتاب د نړيوالې ټولنې مشر ښاغلي جانګ مينګ جو زموږ خبريال ته وويل:

((د ماشوم کتاب په برخه کې د نړيوالې همکارۍ پيمانه ډېره لويه ده. نن ورځ په بهرنيو هېوادونو کې نژدې ټول مشهور ماشوم کتابونه په چين کې پيدا کېږي او د چين زيات غوره کتابونه هم په بهرنيو هېوادونو کې چاپېږي. چين غوره بهرنيو کتابونو ته او هم نړۍ د چين کتابونو ته اړتيا لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای