CRI Online

په پاکستان کې د چين سفارت په مرستې سره په کوېټې ښار کې ځيني څاګان کيندل شوي او پاکستان ته د بسپنې په توګه ور کړل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-07-22 15:23:57

بلوچستان ايالت د پاکستان په صحرايي سيمه کې پروت دی چې مرکزي ښار کوېټه د اوبو له کمښت سره مخ ده او تر ځمکو لاندې اوبه د ځايي اوسېدونکو د څښاکو اوبو يوازينۍ سرچينه ده. دا چې په دې وروستيو کلونو کې په دغه ايالت کې د وچکالۍ له امله تر ځمکو لاندې د اوبو سطحه په پر له پسې توګه ټيټه شوې او د ځايي وګړو د څښاک اوبو اړتياوې نه شی پوره کيدای، نو ګڼ شمېر ځايي وګړي په لوړه بيه له شخصي شرکتونو څخه د څښاک اوبه اخلي.د جولای په ۲۱مه نېټه د دغو وګړو د څښاکو اوبو د مسئلې د حل وفصل لپاره په پاکستان کې د چين د سفارت په مرستې سره کيندل شوي څاګان د ياد ښار اړوندې څانګې ته د بسپنې په توګه ور ور کړل شول.

په همدې ورځ پاکستان ته د دغو څاګانو او اړوندو سمان الاتو د سپارلو مراسم په کوېټې کې تر سره شول. هغه پنځه څاګان چې د ياد سفارت له خوا د دوو لکو امريکايي ډالرو په لګښت سره کيندل شوي، د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدونکو تجهيزاتو سره يو ځای د کوېټې ښار د روغتيا او د اوبو د برابرولو څانګې ته وسپارل شول. دغه څاګان چې د لمريزې انرژۍ په وسيله ترې اوبه راايستل کيږي او د نل ليکو له لارې لومړی ذخيرو ته ځي او ور پسې ښاريانو ته وړاندې کيږ.ي. د پاکستان د تحريک انصاف د ګوندي مرکز ګډ سکريت بايزيد کاسي وويل چې د کوېټې د روغتيا او د اوبو برابرولو څانګې په لومړي ځل له څاګانو څخه د لمريزې انرژۍ په وسيله اوبه رايستي دي. هغه وويل، زمونږ پروژه يوه داسې پروژه ده چې د لمريزې انرژۍ په وسيله له يادو څاګانو څخه اوبه راايستل کيږي او کاري توان يې د برېښنا په وسيله له څاګانو څخه د اوبو راايستلو له سيستم سره ور ته دی، خو د دغې پروژې د پلي کېدو له امله به په ځايي سيمه کې د برېښنا د برابرولو په برخه کې فشارونه زيات نه شي.په هرې دقيقې کې له هر څاه څخه ۱۹۰ ليټر اوبه راايستل کېدای شي او هره ورځ له دغو پنځو څاګانو څخه د راايستل شويو اوبو اندازه څلور سوه شپږ پنځوس ټنو ته رسيږي.د روغتيا د نړيوال سازمان له هغه معيار سره سم چې د هر تن له خوا د کارول کېدونکو اوبو ورځنۍ اندازه لږ تر لږه شل ليټر ده،زمونږ پروژه په کوېټې ښار کې د اوبو کارولو په برخه کې د ۲۲۸۰۰ تنو ورځنۍ اړتياوې پوره کولی شي. خو په دغه ښار کې به د هغو کسانو شمېر به دوه چنده شي چې له يادو اوبو څخه به ګټې واخلي.

په کوېټې ښار کې د اوبو سطحې په ټيټېدو سره ډېر پخواني څاګان وچ شوي او په دغه ښار کې د اوبو کارول له ستونزو سره مخ دي.د کوېټې ښار د روغتيا او د اوبو برابرولو څانګې اجرائيوي منيجير موجيپ رحمن وويل چې زمونږ د څانګې له خوا برابر شوې اوبه يوازې د ۵۸ سلنې ښاريانو د څښاک اوبو اړتياوې پوره کولی شي، نو ډېرو ښاريانو د مجبوريت له مخې له شخصي شرکتونو څخه د څښاک اوبه اخيستې چې بيه يې زمونږ د څانګې له خوا د برابر شويو اوبو د بيې په پرتله له څلورو چندو څخه تر اتو چندو پورې لوړې دي.د چين د حکومت يادې کړنې زمونږ د خلکو لپاره ډېرې ګټې رسولی شی.

د پاکستان د کوېټې ښار چارواکي عصمت خان څو څو ځله د چين له حکومت څخه ډېره مننه څرګنده کړه. هغه وويل ، د کوېټې ښار د اوبو له کمښت سره مخ دی.د چينايانو په مرستې سره دغه څاګان کيندل شوي او زمونږ ښار ته له اړوندو تجهيزاتو او سمان الاتو سره يو ځای د بسپنې په توګه ورکول شوي چې دا د کوېټې او بلوچستان ايالت لپاره يو ډېر مهم کار دی. مونږ له چينايانو او په پاکستان کې د چين له سفارت څخه ډېره مننه کوو. تل دی وي د چين او پاکستان ترمنځ دوستي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای