CRI Online

چين هېڅکله د هانکانګ په چارو کې بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نه ور کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-24 16:08:07

په دې وروستيو ورځو کې د چين په هانکانګ کې د زورزياتي پېښې رامنځته شوې، په دې هکله د امريکا او بريټانيا ځينو چارواکو په پر له پسې توګه ناسمې خبرې وکړې او ويې ويل چې د هانکانګ خاصه اداري سيمه بايد د ويناوو او غونډو د ازادۍ درناوی وکړي او د دغې سيمې د کورواکۍ حق دې تضمين شي. دغه خبرې له حقيقتونو څخه لېرې دي او د هانکانګ له خلکو څخه د ملاتړ په پلمې سره يې د چين او هانکانګ پر ضد په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو د اصولو پر وړاندې چلنجونه جوړ کړي. د دوی کړنې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه هم ده.چين له دې څخه ناخوښ دی او ور سره ټينګ مخالفت څرګندوي.

هانکانګ يوه داسې ټولنه ده چې پکې د قانون مطابق نظام پلی کيږي.د هانکانګ د بنسټيز قانون له مخې د دې سيمې اوسېدونکي د بيان ، غونډو او لاريونونو ازادي او حقونه لري، خو د هانکانګ هر اوسېدونکی بايد د دغو حقونو د کارولو په وخت کې د نورو کسانو د حقونو درناوی وکړي، د هانکانګ پر عامه نظام او امنيت دې منفي اغيزه ونه کړي ،له قانون څخه دې سرغړونه ونه کړي او د زورزياتي عملونه دې تر سره نه کړي.په دې وروستيو ورځو کې ځينو راديکاليزم غوښتوونکو د هانکانګ د قانون جوړونکې ودانۍ ويجاړه کړه او پر پوليسو يې بريدوکړ،د دې ترڅنګ د ځينو نور دا ډول وګړو د تخريبي عملونو په تر سره کېدو سره په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د اړيکو ټينګولو دفتر او ملی نښان ويجاړ کړی دی. د زورزياتي دغه کړه وړه د بيان او سوله ييزو لاريونونو له ازادۍ څخه وتلي او د د هانکانګ د قانون مطابق نظام، په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو او د چين د مرکزی حکومت د واک پر وړاندې يې چلنجونه جوړ کړي دي. دغه کړنې د هر يوه حاکميت لرونکي هېواد لپاره نه زغموونکي دي.د هانکانګ پوليسو له قانون سره سم د زورزياتي دغه پېښې حل کړې چې موخه يې نه يوازې د هانکانګ د ټولنيز ثبات ساتنه بلکې د قانون مطابق نظام د عزت ساتنه هم ده.

دا رښتيا ده چې د لويديځو هېوادونو ټولنه په تېره بيا بريټانيا هغه وثيقه نه لري چې د هانکانګيانو د بيان او غونډو د ازادۍ په هکله خپل نظرونه څرګندوي. ايا پخوا د بريټانيا تر تسلط لاندې هانکانګ د کورواکۍ حق درلود او که نه؟ په هغه وخت کې د دې سيمې لوړ پوړي اداري مشران د بريټانوي حکومت له خوا ټاکل کېدل. په دې اړه بريټانوي کارپوه مارتين جاکويز دې ته په اشارې سره وويل چې د بريټانيا تر تسلط لاندې په هانکانګ کې ديموکراسۍ هېڅکله نه ليدل کېدله. له چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو له ۲۲ کلونو راهيسې د چين حکومت له اساسي قانون او د هانکانګ د بنسټيز قانون له مخې په جدي توګه په يو هېواد کې دوه نظامونه او په هانکانګ کې د هانکانګيانو د کورواکۍ نظام پلی کړی چې په پايله کې يې د هانکانګ اوسېدونکي له قانون سره سم بې ساري ديموکراتيک حقونه او ازادي تر لاسه کړې ده.په عين وخت کې د دغې سيمې د کورني توليد عمومي ارزښت په ۱۹۹۷ کال کې له ۱۳۷۰ مليارډه هاکانګي ډالرو څخه په ۲۰۱۸ کال کې ۲۸۴۰ مليارډو هانکانګي ډالرو ته زيات شوی دی. له دغو حقيقتونو څخه ښکاري چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو پلي کېدل د پاتي شويو تاريخي مسئلو د حل وفصل لپاره تر ټولو ښه لايحه ده او له هېواد سره د هانکانګ تر يو ځای کېدو وروسته د دغې سيمې د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره تر ټولو ښه نظام هم دی.يو هېواد د دوو نظامونو د پلي کېدو مخکني شرط دی. که هانکانګ له هېواد څخه جلا شوی وای، نو اوسني پرمختګ به يې نه و موندلی.هانکانګ د چين د حکومت تر پوره ادارې او کنترول لاندې دی.نو په هر صورت کې چين هېڅا ته اجازه نه ور کوي چې د کورواکۍ په نوم د چين د مرکزي حکومت پر وړاندې چلنجونه او ننګونې جوړې کړي.د امريکا او بريټانيا ځينو چارواکو په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت حقه اداري حقونه د دغې سيمې د کورواکۍ په چارو کې لاسوهنه بللې او په پوره توګه يې پر هغه حقيقت سترګې پټ کړې چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، او له دې لارې يې پر چين تور لګولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای