CRI Online

د چين ورخلاص او باورمن پوځ د نړيوالې سولې د ساتلو عمده ځواک دی.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-25 08:56:26

د چين حکومت د جولای په ۲۴مه نېټه په نوې زمانه کې د چين د ملي دفاع په نوم سپين کتاب خپور کړ. دغه سپين کتاب چې د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې د ملي دفاع په اړه لومړی عمومي سپين کتاب بلل کېږي، له ۶ برخو څخه په نوې زمانه کې د دفاع په غرض د چين دفاعي تګلارې په سيستماتيکه توګه معرفي کوي او ټولې نړۍ ته د چين د ملي دفاع او پوځي ابادۍ ستراتيژيکي لوری، بنسټيز اصول او نړيوال اهميت روښانه کوي چې ترې ورخلاصه رويه، شفافيت او ځاني باور ښيي. په تېره بيا په دغه سپين کتاب کې په لومړي ځل په نوې زمانه کې د چين د ملي دفاع څرګنده ځانګړتيا بيانېږي چې چين به هېڅکله په نورو باداري و نه کړي، هېڅکله به خپله خاوره پراخه نه کړي او هېڅکله به د نفوذ سيمه و نه لټوي.

د چين د ملي دفاع تګلارې تل د دفاع په محور پر لارښوونکو مفکورو ټينګار کړی او کوي يې چې په سوله کې د ګډ ژوند د ۵ ګونو اصولو په اړه د چين له ديپلوماتيکو تګلارو سره سمون لري. د دې تر څنګ په ياد سپين کتاب کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د چين د ملي دفاع نړيوال اهميت د لومړي ځل لپاره هم معلوم شوی چې ترې له نړيوالې سولې او ثبات سره د چين د ملي دفاع او پوځي ابادۍ حتمي اړيکې او د يو لوی هېواد په توګه د چين مسؤليت او وظيفه څرګندېږي. په نوې زمانه کې به د خلکو لپاره د خدمت کولو په اړه د چين د ملي دفاع موخه نړيوالو ته پراخه شي. له دې څخه ښکاري چې چين تل د نړيوالې سولې ساتونکی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای