CRI Online

((په نوې زمانه کې د چين دفاع)) په نوم سپين کتاب د خپل هېواد د حاکميت او امنيت د ساتنې اداره څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-25 15:21:10

((په نوې زمانه کې د چين دفاع)) په نوم سپين کتاب د خپل هېواد د حاکميت او امنيت د ساتنې اداره څرګندوي

((په نوې زمانه کې د چين دفاع)) په نوم سپين کتاب د جولای په ۲۴مه نېټه خپور شو. دا د چين د دفاعي چارو په هکله لسم سپين کتاب دی. د چين د نظامي ساينس اکاډمي د جګړې د څېړنې پوهنځي د ستراتيژۍ د څېړنې ادارې مرستيال څېړونکي وانګ جيان فې وويل، دغه سپين کتاب په لومړي ځل په نوې زمانه کې د دفاع په موخه د چين د ملي دفاع سيسټم وټاکه، په څرګنده توګه يې نړۍ ته د چين د دفاعي چارو او د ځواکونو جوړونې په اړه ستراتيژۍ، بنسټيز اصول او نړيوال اهميت ښودلی دی. هغه وويل

((دغه سپين کتاب په کور دننه او بهر ته د خپل هېواد د حاکميت او امنيت، د پرمختګ او ګټو د ساتلو په اړه د چين ټينګه اراده څرګندوي، په عين وخت کې يې پر نورو د باداری نه کولو، په کلکه توګه د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د چين دريځ هم ښودلی دی. ))

ښاغلي وانګ جيان فې وويل، چين په دغه سپين کتاب کې له حساسو مسئلو څخه ډډه نه ده کړې او په ابتکاري توګه يې د نړيوالې پاملرنې وړ مسئلو ته ځوابونه ورکړي. نو دغه سپين کتاب د باور پياوړتيا او د شکونو د له منځه وړلو په برخه کې خپل رول پوره لوبولی او ترې د چيني ځواکونو سپيڅليتوب او باور ښکاره شوی دی.

((په دغه سپين کتاب کې د چيني ځواکونو د اصلاحاتو د حالت، د چيني ځواکونو په منځ کې د چين د کمونېست ګوند سپيڅليتوب د هڅونې او له فساد سره د مقابلې د حالت او په ابتکاري توګه په جيبوتي کې د چين د ضمانت اډې په اړه د حالت په اړه زيات مالومات معرفي شوي، او پکې دا هم څرګنده شوې چې چين د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه او د ختيځ سمندر د دياو يو ټاپو په بحري سيمه کې ګزمه کول د چين قانوني حقونه دي. له دې څخه د چين د ځواکونو سپڅليتوب او باور پوره ښکاره شوی دی. ))

په دې سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې چې چين پر دې ټينګار کړی چې هېڅکله به پر نورو باداري و نه کړي، خپلې خاورې به پراخې نه کړي او د ځواک پيمانه به لويه نه کړي، دا په نوې زمانه کې د چين د دفاعي چارو ځانګړتيا ده.

د چين د نظامي ساينس اکاډمي د جګړې د څېړنې پوهنځي د بهرنيو پوځي چارو د څېړنې ادارې مرستيال څېړونکي چن يوی وويل، د سوسياليستي نظام او خپلواکو ديپلوماتيکو تګلارو له امله دا پرېکړه شوې چې چين بايد د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د دفاع په غرض پر دفاعي تګلارې ټينګار وکړي. په نوې زمانه کې سوله، پرمختګ، همکاري او ګډې ګټې د اوسنۍ زمانې تمايل ګرځېدلی دی.

((چينايان باور لري چې يوازې د سوله ييز پرمختګ له لارې په نوې زمانه کې زموږ د هېواد په ټولنه کې عمده اختلافات ليرې او د نيکمرغه ژوند په اړه د خلکو مخ په زياتېدو اړتياوې پوره کېدای شي. د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کول د چين د ولسي جمهوريت په اساسي قانون او د چين د کمونېست ګوند په اساس نامې کې ليکل شوي دي.))

د دغه سپين کتاب په ځانګړې برخه کې د م م منشور د اصولو او موخو د ساتلو، د نوي ډول امنيتي همکاريزو اړيکو د هڅولو، د سيمه ييز امنيتي همکاريز چوکاټ د جوړونې د پرمخبيولو، د خاورې مسئلې او د سمندري سرحد په اړه د اختلافاتو د ښه حلولو او په فعاله توګه د نړۍ د عامه امنيت په برخه کې د اړوندو توليداتو د برابرولو په شمول ځينو برخو کې د چين مشخص عملونه او خدمتونه بيان شول. برسيره پر دې، په دې سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره خدمتونه کول په نوې زمانه کې د چين د دفاعي چارو نړيوال اهميت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای