CRI Online

ايا هغه څوک چې له نورو څخه ځوريږي او نورو ته ګواښونه رسوي؟

cri     (GMT+08:00) 2019-07-25 17:20:40

په دې وروستيو ورځو کې په امريکا کې له سلو څخه زياتو تنه د چين په هکله سخت دريځو شخصيتونود نومونو په ليکلو سره د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پيغام ليږلی دی. دوی په دغه پيغام کې پر چين تور لګولی چې پراختيا غوښتنه عملي کوي او د ملي ځواکونو په اتکا په هراړخيز ډول خلک ځوروي او ګواښونه ورته کوي. د زيات شمېر کارپوهانو په اند دا به سم وي چې په دغه نظر کې د چين پر ځای د امريکا نوم وليکل شي.

د امريکا د سمندري پوځ يو اضافه لست پوځي مامور ياد پيغام ليکلی او د اضافه لست څو نورو سرتيريو او استخباراتي کارکوونکو دا د پيغام کې نومونه لاسليک کړی دی. دوی د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په اړه مسئولانه رويه نه لري .

په دې وروستيو کلونو کې د نړۍ د امنيتي خطرونو د پيښو تر شا په هر ځای کې د امريکا د لاسوهنې شواهد پيدا کيږي. امريکايي پوځ د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه په افغانستان، عراق او سوريه کې جنګونه پيل کړل او بې ګناه خلکو ته يې سختې مرګژوبلې واړولی چې له امله يې په ځينو اروپايي هېوادونو کې د کډوالو بحران هم رامنځته شوی دی. د امريکا اوسنی حکومت د پخوا په پرتله سخته يوه اړخيزه تګلاره عملي کوي او پر ټوله نړۍ د تسلط غوښتنه لري، دغه هېواد د نړۍ سولې ته زيانونه رسولی او رسوي يې او هر ځای يې حالات ترينګلي کړي دي.

د ستوکخولم په نامه د نړيوالې سولې د څيړنې انسټيټيوټ د شميرنې له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا نظامي لګښت له ۶۴۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و چې په نړۍ کې يې لومړی مقام نيولی و او د دغه هېواد ياد لګښت د نورو ځواکمنو اتو هېوادونو د نظامي لګښتونو له عمومي اندازې سره برابر و. په چين کې د نوې زمانې د چين د ملي دفاع په هکله سپين کتاب کې دا تصديق شوې چې چين به هيڅکله د تسلط غوښتنه ونه کړي، هيڅکله به د تسلط غوښتنه پراخه نه کړي او هيڅکله به د واکمنۍ ځايونه ونه لټوي. د نړۍ د نورو ځواکمنو هېوادونو په نسبت په جي ډي پي او مالي لګښتونو کې د چين د ملي دفاع لګښتونه او د هر تن په سر د ملي دفاع لګښت يې تر ټولو ټيټ دي.

د امريکا ځينو شخصيتونو پر چين تور لګولی او لګوي يې، ځکه چې په اوږده موده کې د دوی تسلط غوښتنه د اقتصاد د نړيوال کيدو او د سياست د څو قطب ييز کيدو په بهير کې له خنډونو سره مخامخ شوې. دوی چين ته د ګواښ جوړونې نظريې جوړوي او په رښتني ډول غواړي چې په خپل هېواد کې شته لانجې پر نورو وتپي او خپلو ملاتړو ډلو ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای