CRI Online

تبصره: امريکا د نړيوالې همکارۍ او ودې مانع ده

cri     (GMT+08:00) 2019-07-26 20:08:58

د امريکا څه باندې سلو شخصيتونو پدې وروستيو ورځو کې په ګډه سره د چين پرضد يوه علني پيغام کې ليکلي چې چين په نړۍ کې د خپل نفوذ د پراخېدو په موخه د اقتصادي ګټو له پلوه د امريکا ملګري او نور هېوادونه تطميع کوي. دا هيڅ حقيقت نه لري او د چين له اقتصادي ځواک سره د دوی حسد ښکاره کوي.

په حقيقت کې يواړخيزم او تبعيض چې اوس امريکايي سياستوال ورڅخه ملاتړ کوي، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د همکاريو او ګډې ودې موانع دي.

پدې وروستيو کلونو کې امريکا د ځاني غرض لپاره د نورو هېوادونو پر توليداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، ډېر سوداګريز خنډونه يې رامنځته کړي، د نړۍ د صنايعو ځنځير او د ارزښتونو ځنځير يې سخت ننګولي او نړيوالې سوداګرۍ ، پانګونو او ان اقتصادي ودې ته يې زيانونه رسولي دي.

په تېر جون کې د نړيوال بانک لخوا خپور شوی رپوټ کې وړاندوينه شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې به په نړيوالې سوداګرۍ کې يوازې ٪2.6 زياتوالی راشي چې له ۲۰۰۸ کال يعنې نړيوال پولي بحران څخه راپدې خوا به ډېر کم وي. د پيسو د نړيوال صندوق سازمان پخواني رئيس کريسټن لګارډي د شلو هېوادونو ډلې د ماليې او مرکزي بانکونو رئيسانو ته په يوه تازه رپوټ کې دې ته اشاره کړې ده چې د ګمرکي تعرفو په برخه کې ترينګلتيا د بازار او پانګوالو باور لړزولی او له امله يې نړۍ ته د 455 مليارډو امريکايي ډالرو اقتصادي زيانونه اړولي، دا د دې معنا لري چې د ۲۰۲۰ کال په نړيوال اقتصادي حجم کې به د ٪0.5 کموالي سبب وګرځي. د پيسو د نړيوال صندوق سازمان په وړاندوينه کې د روان او راتلونکي کال لپاره نړيوال اقتصادي وده له ٪3.3 څخه ٪3.2 ته راټيټه کړې ده.

د دې ترڅنګ په تکنالوژۍ کې د امريکا زبرځواکۍ د انسانانو د ساينس،تکنالوژۍ او تمدن پرمختګ سخت ګواښلی دی. د بېلګې په توګه امريکا د 5G او نورو پرمختللو تخنيکونو د اشغال کولو په موخه پر چيني تصديو بنديزونه لګولي دي. په چين کې د امريکا سفارت پخواني وزيرمختار چارليس فريمن په خپله يوه تازه ليکنه کې وويل چې د ساينس او تکنالوژۍ پرمختګ د بېلابېلو هېوادونو ګډو همکاريو ته اړتيا لري،د چين د علمي پرمختګ مخنيوی به د امريکا ابتکاري توان کمزوری کړي، امريکا هڅه کوي چې چين ته ماتې ورکړي، خو دا د چين د پرمختګ مخه نشي نيولای ، بلکې تر ډېره د امريکا د اقتصادي ودې کمزوري کېدا سبب به وګرځي.

چين د مسئوليت منونکي هېواد په توګه نه يوازې د خپلې ودې، بلکې له نورو هېوادونو سره د مرستې په هڅه کې دی او له ډېرو کلونو راهيسې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره تر 30٪ ډېر خدمتونه کړي چې دا کچه د نورو هېوادونو په پرتله زياته ده. د چين لوی بازارونو نړيوالو تصديو ته ګڼ شمېر ګټې رسولې او بشپړ صنعتي ځنځير يې په نړيوالو توليدي چارو کې مهم رول لوبولی دی، چين همدارنګه ويلی چې د 5G او نورو پرمختللو تخنيکونو د څېړنې لاسته راوړنې به له نورو سره شريکې کړي. د مککينسي ګلوبل انسټېټيوټ تازه رپوټ ښيي چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د چين پر اقتصادي ودې د نړۍ د تکيې شاخص له 0.4 څخه 1.2 ته لوړ شوی،له دې څخه څرګنديږي چې نړيوالې ټولنې د چين له اقتصادي ودې څخه زياتې ګټې ترلاسه کړې دي.

د اقتصاد نړيوال کېدا د زمانې له غوښتنې سره سمون لري، که څه هم د امريکا ځيني شخصيتونه هڅه کوي د يواړخيزم او تبعض څپې ته لمن ووهي، خو دا هڅه به يې ناکامه شي، ځکه چې د انسانانو د پرانيستو همکاريو تمايل هيڅ قوه نه شي بدلولای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای