CRI Online

د چين او مصر ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ تبادلوي غونډه په قاهره کې ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-29 15:18:27

 

د چين او مصر ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ تبادلوي غونډه چې په مصر کې د چين د سفارت او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هڅونې د چيني ټولنې په ګډ کوربتوب جوړه شوې، د جولای په ۲۸مه نېټه په قاهره کې ترسره شوه. د چين او مصر څه باندې ۷۰ تصديو په دغه غونډه کې ګډون درلود او هيله يې وښودله چې د دې ډګر په استفادې سره نور ښه همکاران او سوداګريز فرصتونه پيدا کړي.

د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هڅونې د چيني ټولنې مشر لو شين هوا د چين د تصديو د خاوندانو استازو پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کړی و. هغه د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، اوس د چين او مصر ترمنځ اړيکې په هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو بدلې شوې، چين د مصر تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی او د دواړو خواوو اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ګوندي پرمختګ په حال کې دي. مناسبو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو نه يوازې د چيني پلاوي غړو ته خپل باور څرګند کړی، بلکې د دواړو خواوو د ممکنې همکارۍ لپاره يې کلک بنسټ ايښی دی. چين صميمي هيله لري چې له مصر سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي او په ګډه د پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټې واخلي. هغه وويل

((نن ورځ د دې تبادلوي غونډې موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندان د دې ډګر په کارولو سره د مخامخ تبادلې له لارې متقابل تفاهم او پېژندنې پياوړې کړي او په عين وخت کې مناسب همکاران او ګټور سوداګريز فرصتونه پيدا کړي. ))

په مصر کې د چين سفير لياو لي چيانګ په خپله وينا کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې پلان د مصر د پرمختګ له نويو اړتياوو سره سمون خوري. دواړه خواوې د لويې پيمانې بنستيزو تاسيساتو د پروژو د پرمخبيولو په عين وخت کې د ملکي چارو پروژو کې د همکارۍ زيات فرصتونه هم پيدا کولای شي. هيله لرم چې د دواړو خواوو د تصديو خاوندان او پانګې اچوونکي د دې ډګر په کارولو سره د ملکي چارو په برخه کې ګټورې پروژې پيدا کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته رښتينې ګټې ورسوي.

د مصر د تصديو خاوندانو ټولنې رئيس علي عيسی وويل، دغې ټولنې د چين له څه باندې شلو اقتصادي او سوداګريزو ارګانونو سره نږدې اړيکې ساتلې. اوس د مصر اقتصاد مخ په ښه کېدو دی، نو هغه هيله لري چې مصر به د چين نورې زياتې پانګې جلبې کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې لا ټينګې شي. د ده په اند، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د مصر او چين ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټور فرصت برابر کړی.

((د مصر د تصديو خاوندانو ټولنه د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز ته ډېره پاملرنه کوي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ بنسټ يې بولي. مصر په منځني ختيځ کې د يو مهم ځواک او اقتصاد په توګه، د ځانګړې جغرافيايي وړتيا په درلودلو سره د سويز کانال د اقتصادي دهليز پلان له دغه وړانديز سره د همکارۍ لپاره ستر ګټور فرصت برابر کړی دی. ))

د بېجينګ د هوا يانګ انرژۍ تخنيکي شرکت مشر يانګ يي د چين په پلاوي کې د يو غړي په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړ. دغه شرکت د چاپېريال ساتنې په برخه کې پرمختللې تکنالوژۍ او تجهيزات لري. هغه وويل

((هيله لرم چې د مصر له اړوندو تصديو سره د همکارۍ فرصت ولرم. کله چې دلته راغلی يم پر دې پوه شوی چې په دې سيمه کې د کاثافاتو ټولولو او انتقال کارونه بشپړ نه دي. که مصر په دې برخه کې اړتيا لري، زموږ شرکت غواړي يو ځايي ښه همکاري پيدا کړو او په دې برخه کې په ګډه ښه اغېزمن کارونه ترسره کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای