CRI Online

دوامداره فشار پر چين هېڅ اغېزه نه لري او د سلامشورې لپاره هېڅ ګټه نه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 11:15:10

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ سلامشورې ۱۲م پړاو د جولای په ۳۰مه نېټه په شانګهای کې تر سره شو.تقريبا په ورته وخت کې د امريکا اړخ معلومات خپاره کړي چې وايي د تعرفې تګلاره چين شاتګ ته وګرځاوه او امريکا ته يې امتياز ورکړ څو ښه پرمختګ وکړي . امريکا چين بدناموي او وايي چې چين تل په وروستۍ دقيقه کې د خپلو ګټو لپاره تړون ترميموي. د ډېرو خنډونو وروسته د سلامشورې د بيا پيل په وخت کې ، د امريکا د ځينو کسانو يادې څرګندونې د ستونزې د حل لپاره د نه رښتينولۍ ښودنه کوي چې د اوساکا غونډې له موافقې يې سرغړونه کړې او هڅه يې کړې چې د سلامشورې پرمهال د لوړو غوښتنو نرخونو د ترلاسه کولو لپاره پر چين فشار واچوي.

په هرصورت ، ځينې امريکايان يو ځل بيا د سلامشورې د بيا پيل په وخت کې د فشار زاړه فيشن وسيلې کارولې. دا په تېرو وختونو کې پر چين هېڅ اغېزه نه ده کړې ، نه په اوسني او نه په راتلونکي کې. په يوه معنی ، چين له دې څخه ستړی دی. د تېرکال تجربې دا ثابته کړه چې په سوداګريزه جګړه کې هېڅ ګټونکی نه شته. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصاد د شا تګ له ستر فشار سره مخ دی، خو عموما په ثبات حالت کې دی او اصلي عمومي اقتصادي شاخصونه يې په مناسب حد کې دي چې قوي استقامت ، خوځنده ځواک او پټ توان ښيي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای