CRI Online

د شينجيانګ چارواکي : د شينجيانګ له روزنيزو مرکزونو څخه زياتره فارغ شوو کسانو ښې دندې پيدا کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 14:48:48

د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې دوو مسئولينو د جولای په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې چيني او بهرنيو رسنيو ته د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو روزنيزو مرکزونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه مرکزونه له قانون سره سم فعاليت کوي، هر کال نوي زده کوونکي مني او فارغين لري، زياتره فارغ شوو کسانو اوس ښې دندې پيدا کړې او د خوښې وړ عايدات ترلاسه کوي.

د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې راپدې خوا ځينو داخلي او بهرنيو بېلتون غوښتونکو ، ديني تندلارو او ترهګرو په شينجيانګ کې زرګونه ترهګريز بريدونه طرحه او ترسره کړي دي. د شينجيانګ ځايي حکومت د ترهګرۍ او تندلارۍ د سختو ګواښونو پر وړاندې د مسلکي مهارتونو روزنيزو مرکزونو د جوړولو په ګډون يو لړ د مقابلې وقايوي تدابير غوره کړل چې پدې سره يې د سيمې امنيتي حالت ډېر ښه کړی دی . په تېرو دريو کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ يوه ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د شينجيانګ مرستيال رئيس ارکن تونياز د جولای په ۳۰ مه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې چيني او بهرنيو رسنيو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل چې په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو روزنيز مرکزونه د دې سيمې د ځانګړو تاريخي شرايطو او قوانينو له مخې جوړ او فعاليت کوي ، د چين حکومت د دغو مرکزونو د جوړولو لپاره د نړيوالې ټولنې له کاميابو تجربو څخه زده کړه کړې او د مرکزونو د جوړولو په بهير کې يې د دې سيمې واقعي حالت او د بېلابېلو قومونو ګټې په نظر نيولې دي.

((موږ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په عين وخت کې د بشري حقونو ساتنې ته هم پاملرنه کوو، د ټولنيز ثبات د ساتلو ترڅنګ د خلکو ژوند د ښه کولو لپاره هڅه کوو، ترهګرانو ته د دوی له جنايتونو سره سم قانوني سزاوې ورکوو او د ترهګرۍ او تندلارۍ له اغېزې څخه د دوی د ساتلو لپاره مرستې برابروو. زموږ تدابير د کومې يوې سيمې، قوم او دين ځپنې په اړه لپاره ځانګړي نه دي. له روزنيزو مرکزونو څخه ډېرو فارغ شوو کسانو اوس ښې دندې پيدا کړې ، ځينې يې خپلو کورونو ته نږدې د تصديو لخوا پر دندو ګومارل شوي ، ځينې يې د حکومت په مالي مرستې خپلې سوداګريزې چارې ترسره کوي، ژوند يې له خوښۍ ډک تېريږي او خپلې کورنۍ يې د خپلو دندو پرمټ له بې وزلۍ څخه ژغورلې دي.

په دغو روزنيزو مرکزونو کې زده کوونکي د خوراک او استوګنې له لګښت څخه معاف دي او ورته د ملي ژبې، قوانينو او مسلکي مهارتونو درسونه ورکول کيږي. خو ځينو بهرنيو رسنيو په خپلو رپوټونو کې ويلي چې په دغو روزنيزو مرکزونو کې ډېر اويغوريان بنديان شوي دي. د شينجيانګ مرستيال رئيس ارکن تونياز پدې اړه وويل چې ځيني هېوادونه او رسنۍ بد غرضونه لري، تور ته سپين وايي او سپين ته تور وايي او خبرې يې حقيقت نه لري. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې دغه روزنيز مرکزونه د زده کوونکو ازادي تضمينوي، د لږکيو قومونو د ژوند دودونو ته درناوی کوي او د ديني عقيدې په برخه کې يې د ازادۍ حق تضمنيوي. زده کوونکي په ورځني ژوند کې خپله ژبه وايي او ليک لوست يې کوي، که څوک ضرورت ولري، رخصتي اخيستلای شي، دوی په ټاکلو رخصتيو کې کورونو ته تللی شي او له قانون سره سم ديني فعاليتونو ترسره کولو حق او ازادي لري. دغه راز په دغو روزنيزو مرکزونو کې د کلتوري او سپورټي لوبو لپاره مناسبت ځايونه هم شته دي.

د شينجيانګ رئيس ذاکر وايي، روزنيز مرکزونه د ټولو پر مخ پرانيستي دي، له تېر کال راپدې خوا له دغو مرکزونو څخه د نړۍ د بېلابېلو ځايونو زرګونو ژورناليستانو، ډيپلوماتانو، کارپوهانو او ديني شخصيتونو ليدنې کړې او دغه مرکزونه يې بريالي او د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ بللي دي.

((له دغو مرکزونو څخه زياتره ليدونکي پدې اند دي چې د دغو مرکزونو جوړول په نړۍ کې نوې بريالۍ تجربه ده او د ترهګريزو جنايتونو او تند لارۍ د مخنيوي لپاره اغېزمن دي،اوس د شينجيانګ د ټولنې او خلکو هڅه دا ده چې له بې وزلۍ څخه ووځي،بډای او هوسا ژوند جوړ کړي او د بېلابېلو ډلو او بېلابېلو قومونو ترمنځ اړيکې همغږې کړي. موږ د بېلابېلو هېوادونو د رسنيو، چارواکو، د بېلابېلو ټولنو د شخصيتونو او ديني کارکوونکو هرکلی کوو چې شينجيانګ ته ولاړ شي، کوم ځايونه او روزنيز مرکزونه چې ورڅخه لېدنه غواړي، هلته په خپله خوښه تللی شی.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای