CRI Online

د چين پوځ په هر اړخيزه توګه په نوې زمانه کې د نړيوالې پوځي همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 15:00:25

د اګسټ لومړۍ نيټه د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو د نمانځنې له ورځې سره برابره ده.د چين حکومت تل دفاعي تګلاره غوره کوي او د چين پوځ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ افکار پلي کوي،په فعاله توګه د يوه لوی هېواد په توګه نړيوالې پوځي دندې پر غاړه لري او په نوې زمانه کې د نړيوالې پوځي همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کوي تر څو د يوې سوله ييزې او امنې نړۍ د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

د بېلا بېلو هېوادونو پوځي شخصيتونو د چين د خلکو د ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۲ مې کاليزې پر مهال د چين پوځ وستايه چې په فعاله توګه يې د يو لوی هېواد پوځي دندې او مسئوليت پر غاړه اخيستی او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ټينګ ځواک ګرځېدلی دی. د دې ترڅنګ دوی غواړي چې د چين له پوځ سره همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې سولې او سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره لازيات خدمتونه وکړي.

د ۲۰۱۹ کال لپاره د ګدې ژغورنې په نوم د چين او المان ترمنځ د نظامي ډاکترانو او نرسانو ګډ پوځي تمرينونه د جولای په ۱۲مه نېټه پای ته ورسيدل.دا لومړی ځل و چې د چين پوځ په دې تمرينونو کې د ګډون لپاره اروپا ته نظامي ډاکتران او نرسان وليږل. د المان د فدرالي دفاع وزارت د دولتي چارو سکريتر توماس شيلبيرهورن وويل ،همداسې اغيزمن ګډ پوځي تمرينونه له عصري پوځي تجهيزاتو،ځانګړو پلاويو او اغيزمنو همکاريو سره تړاو لري.د چين او المان نظامي ډاکرانو او نرسانو په دومره ستونزمن حال کې خپلې دندې تر سره کړې ،ځکه چې دواړه خواوې اوږه په اوږه د جګړې کولو تجربې لري او په اوږده موده کې يې د خپلمنځي تبادلې له لارې متقابل باور ټينګ کړی او د بېړنيو مرستو له پروسې سره بلدتيا لري.زما په اند د چين او المان د طبي پوځيانو ځواک نه يوازې د متقابلو پوځونو د يوې ګټورې برخې په توګه د م م د بشري مرستو لپاره ګټور دی بلکې نړيوالو ته به هم ګټې ورسوي.

د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۲ کال راهپدېخوا چين له څه باندې دېرشو هېوادونو سره څه نا څه سل ځلې ګډ تمرينونه تر سره کړي چې محتويات يې له غير عنعنوي امنيتي برخې څخه عنعنوي امنيتي ساحې ته او د تمرينونو چوکاټ يې د چين له شاوخوا سيمې څخه لېرې سمندري سيمو ته پراخ شوی دی. دغه راز ګډون کوونکي ځواکونه يې له ځمکني پوځ څخه د ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو په شمول د څو ډولونو ځواکونو ته غزېدلي دي.

د دې ترڅنګ د چين پوځ په فعاله توګه د لوی هېواد نړيوالې دندې پر غاړه اخيستې او د نړۍ نورو سيمو ته يې د عامه امنيت په اړه نړيوال توليدات برابر کړي دي. د چين د سمندري پوځ د ژي جاو په نوم د پوځي بېړۍ د پوځي افسرانو عمومي مشر لي وي وويل چې د چين د سمندري پوځي افسرانو او عسکرو باور په پر له پسې توګه لاټينګ شوی او دوی تمه لري چې د نورو هېوادونو له پوځونو سره د نظريو تبادلې وکړي. هغه وويل،دا چي زمونږ سمندري پوځ لا پرانيستی دی او په تېرو څو کلونو کې د بېلا بېلو دندو د تر سره کولو او له نورو هېوادونو څخه د ليدنو له لارې د دوی باور لا ټينګ شوی،نو نه يوازې د سمندري پوځي عسکرو بلکې د پوځي افسرانو په افکارو کې ستر بدلونونه راغلي دي.

تر اوسه پورې چين له څه باندې ۱۵۰ هېوادونو سره پوځي تګ راتګ ساتلی او له يوڅلوېښتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې د دفاعي مشورو او ډيالوګ ۵۴ ميکاليزمونه جوړ کړي دي.

د چين د پوځي اکاډمۍ د جنګړې د څېړنيز انسټېټيوټ د څېړونکي مرستيالې تونګ جن وويل چې له حقيقتونو څخه ښکاري چې د چين پوځ د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يو کلک ځواک دی چې د دوی عملونه د نړيوالو له ګډې هيلې سره سمون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای