CRI Online

د چين ملکي چارې د پرمختګ ستر پټ توان لري

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 14:50:20
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جولای په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې يوه غونډه ترسره کړه او پکې ګډونوالو د چين د اوسني اقتصادي حالت څېړنه وکړه او د روان کال په دوهمه نيمايي کې يې اقتصادي کارونه ترتيب وکړل.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت له څلورو زرو پنځه سوو مليارډو يوانو څخه اوښتی و او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت شپږ اعشاريه درې سلنه زيات شوی. په اقتصادي پرمختګ کې د مصرف خدمتي اندازه له شپېته سلنې څخه زياته ده. په ياده غونډه کې ګډونوالو دې ته اشاره وکړه چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ کړی او د عمومي اقتصاد عمده معيارونه په مناسب چوکاټ کې وو، د عرضې په برخه کې د اقتصادي جوړښت اصلاحات پرمخبيول شوي او د خلکو د ژوند سويه په دوامداره توګه لوړه شوې ده. ګډونوالو دې ته اشاره وکړه چې بايد د عرضې په برخه کې د اقتصادي جوړښت اصلاحات نور ژور شي او د صنعتي چارو بنسټيز توان دې لوړ شي. د بې شين په نوم د ساختماني چارو د شرکت مشر وانګ بينګ وويل، تصدۍ بايد د اصلاحاتو په بهير کې د نويو توليداتو او تکنالوژيو په کارولو سره اقتصادي پرمختګ وهڅوي. هغه وويل

((د عرضې په برخه کې د اقتصادي جوړښت اصلاحات يوه مهمه موضوع ده. فکر کوم په دې بهير کې د عرضې مسئله تر ټولو مهمه ده، يعنې موږ بايد په نوښتي توګه زموږ د توليداتو او تکنالوژۍ سيسټم کيفيت لوړ کړو، که د دغو توکو کچه لوړه شي، نو د اقتصاد کيفيت به مو هم لوړ شي.))

په دې غونډه کې ګډونوالو دا هم وړاندې کړه چې بايد د چين په کور دننه د خلکو تقاضاوې پراخې او په کليوالو سيمو کې دې بازارونه فعال شي او د اصلاحاتو له لارې دې د خلکو مصرف پراخ شي. ښاغلي وانګ بينګ وويل په دې توګه به تصديو او صنعتي چارو ته د پانګونې او پرمختګ لا زيات فرصتونه برابر شي. ده وويل

((د خلکو د مصرف په پراخېدو سره به تصديو او صنعتي چارو ته ډېر ګټور فرصتونه برابر شي. د مثال په توګه په چين کې د غير منقولو شتمنيو د ودانيو زېرمتون ډېر زيات دی، د دغو ودانيو د پلورلو په چارو کې بايد اصلاحات ترسره شي. نو په دې بهير کې به د ساختماني چارو په برخه کې د نوې تکنالوژۍ او نوي ډول توليداتو په اړه تصديو ته يو ګټور فرصت برابر شي. د دغو نويو تکنالوژو او نوي ډول توليداتو په اخيستلو سره به کورنی اقتصاد او اړتياوې وهڅول شي او په عين وخت کې به ښاري بڼه هم لا نوره ښه شي. ))

د جونګ يوان بانک لومړي اقتصادي کارپوه وانګ جون وويل، د ملکي چارو په ساحه کې د کمښتونو پوره کول په راتلونکي کې د پانګونې عمده برخه ده. هغه وويل

((په ښارونو او ولسواليو کې د استوګنې د زړو سيمو د بياجوړونې، د موټرونو د پارک ځايونو او د ښارونو او ولسواليو ترمنځ د تازه خوراکي موادو د ليږدونې سيستم د جوړونې په شمول کارونه په نوې زمانه کې د خلکو د مصرف اړتياوو د پراخېدو او په نيکمرغه ژوند پيسې د خلکو د ګرځولو هيلې د عملي کېدو سره سمون خوري، نو د پانګونې عمده برخه هم ده. که موږ د خلکو د ژوند په برخه کې دغه کمښتونه پوره کړو، د کسانو مصرف به ډېر لوی شي. ))

ښاغلي وانګ جون وويل، اوس د چين اقتصاد د کمزورتيا له سترو فشارونو سره مخ دی، خو چين د اقتصادي جوړښت تنظيم او اصلاحاتو ته لومړيتوب ورکوي. له دې څخه ښکاري چې چين د اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ د هڅولو په هکله پوره باور او کلکه اراده لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای