CRI Online

که امريکا تل له خپلو خبرو څخه شا ته کېږي او سرغړونه کوي، نو له خبرو څخه به هيڅ ښه نتيجه تر لاسه نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-03 20:32:57

امريکا په دې وروستيو ورځو کې وويل، د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه به دې هېواد ته د چين د ۳۰۰ مليارډو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې ۱۰ فيصده ګمرکي ماليات زيات کړي، په عين وخت کې يې وويل چې غواړي له چين سره د هراړخيز سوداګريز او تجارتي تړون د تر لاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړي. له يوې خوا له خپلو خبرو څخه او په اوساکا کې دواړو هېوادونو له شوې ګډې موافقې څخه سرغړونه کوي، له بلې خوا غواړي له خبرو اترو څخه ښه نتيجه تر لاسه کړي. د امريکا د يو څو کسانو نظرونه ډېر نامعقول دي. اعتماد د خبرو اترو بنسټ دی، که يو هېواد تل له خپلو خبرو څخه په شا کېږي او سرغړونه کوي، نو څنګه به وکړای شي چې د نورو هېوادونو اعتماد تر لاسه کړي؟

په تېر يو کال کې چين تل د اعتماد پر بنسټ په رښتينولۍ له امريکا سره سلامشورې کړې او د پام وړ پرمختګ يې پکې موندلی دی. خو څرنګه چې امريکا څلور ځلې له ګډو موافقو څخه سرغړونه کړې ده، سلامشورې څو څو ځله له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د چين په اند، د چين او امريکا ترمنځ مسئلې د ګمرکي مالياتو د زياتولو له لارې نه شي حل کېدلی، يوازې د سلامشورو له لارې توپيرونه حل کېدلی شي. چين به له هيڅ فشار يا ګواښ څخه و نه بېرېږي او د هر ډول ستونزو د حل لپاره چمتو دی. که امريکا لا غواړي ګمرکي ماليات زيات کړي، چين به ضروري متقابل تدبيرونه ونيسي څو چې د خپل دولت مرکزي ګټې او د خلکو اساسي ګټې وساتي. که د امريکا ځيني کسان تل له خپلو خبرو څخه شا ته کېږي او ورڅخه سرغړونه کوي، نو د ناستو او خبرو له پای څخه به هيڅ ښه نتيجه تر لاسه نه شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای