CRI Online

د صفر حساب مفکوره د متقابلو خواوو لپاره زيانمنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-04 20:21:38

امريکا په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی دی چې دغه هېواد ته د چين د ۳۰۰ مليارډو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې به ۱۰ فيصده ګمرکي ماليات زيات کړي. داسې کړنه په اوساکا کې د چين او امريکا د مشرانو له شوې ګډې موافقې څخه سرغړونه ده او دا څرګندوي چې په امريکا کې يو څو کسان لا هم هغه نظر لري چې که يوه خوا ګټه اخلي، نو بلې خوا ته به زيان ورسول شي. داسې نظر به د دواړو هېوادونو د تجارتي سلامشورې په لاره کې خنډونه رامنځته کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالو ګټې به زيانمنې کړي او د نړۍ اقتصاد د شا ته تګ سبب به شي.

په امريکا کې ځيني کسان د نړيوال اقتصادي تګ راتګ په برخه کې ياد نظر لري، په ساده توګه فکر کوي چې د نورو هېوادونو اقتصادي زياتوالی د خپل هېواد په زيان بولي او په دې تلاشي کې دي چې بايد انتقامي تدبيرونه ونيسي.

خو په اوسنۍ نړۍ کې د بېلابېلو برخو ترمنځ تګ راتګ ډېر زيات دی، بشر يوه ګډه ټولنه ګرځېدلی دی، ياد نظر متروک شوی دی. نو له دې امله پر چيني توليداتو باندې د امريکا د ګمرکي مالياتو نوی زياتوالی د دې هېواد د بېلابېلو ډګرونو له مخالفت سره مخامخ کېږي.

چين او امريکا د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادونه دي، خپلمنځي تجارتي مسئلې يې ډېرې پېچلې دي، نو يوازې د سلامشورې له لارې حل کېدای شي. د چين په اند، سلامشوره د دواړو هېوادونو د تجارتي مسئلو د حل لپاره تر ټولو ښه لاره ده، خو په عين وخت کې به چين د خپل دولت د مرکزي ګټو او د خلکو د اساسي ګټو پر ساتنې ټينګ ولاړ اوسي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای