CRI Online

د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر مالتر موندل د ((چين د امريکا دښمن نه دی)) په نوم ګډ پيغام کې امضا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 16:57:10
د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر مالتر موندل د ((چين د امريکا دښمن نه دی)) په نوم ګډ پيغام کې امضا وکړه

د امريکا د بېلا بېلو ساحو سل تنو شخصيتونو د دې هېواد ولسمشر او کانګرس ته يو ګډ پيغام وليږه چې پکې يې له چين سره د مقابلې له تګلارې سره مخالفت څرګند کړ. د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر والتر موندلی هم څو ورځې مخکې په دغه پيغام کې امضا وکړه او تر اوسه پورې څه باندې يو سلو اتيا کسانو دغه پيغام امضا کړی دی.

په دغه پيغام کې چې عنوان يې دی، چين د امريکا دښمن نه دی، ليکل شوي چې په دې وروستيو ورځو کې د امريکا حکومت د څو کړنو له امله د امريکا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې خرابې شوې او دا د امريکا او ګردې نړۍ له ګټو سره سمون نه خوري او امضا کوونکو پکې اندېښنه څرګنده کړه. دغه پيغام د جولای په درېيمه نېټه په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپور شو.

په دغه پيغام کې راغلي، امريکا چين دښمن بولي او غواړي له چين سره اړيکې پرې کړي. امريکا به له دې کړنې سره په نړيواله ټولنه کې خپل مقام او افتخار ويجاړ کړي او د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي ګټو ته به زيانونه ورسوي. د امريکا دغه شان کړنې د چين د اقتصاد د پرمختګ او خپرېدا، په نړيوال بازار کې د چيني تصديو د برخې د زياتېدو او په نړيوالو چارو کې د چين د رول د پياوړی کېدو مخنيوی نه شي کولای. برسيره پر دې، که امريکا خپل ملګري اړ کړي چې چين خپل دښمن وبولي، نو ښايي له دغو ملګرو سره د امريکا اړيکې خرابې شي او په اخر کې به امريکا جلا شي، خو چين به تنها پاتی نشي.

په دې پيغام کې پر دې ټينګار شوی چې چين نه غواړي اوسنی نړيوال نظام ويجاړ کړي او چين له تېرو لسګونو کلونو راهيسې له دغه نړيوال نظام څخه ډېرې ګټې اخيستې دي. چين د نړيوال نظام د پرمختګ او د اقليمي بدلون په شمول د انسانانو له ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره يوه لازمه برخه ده. په دغه پيغام کې امضا کوونکو له امريکايي حکومت څخه وغوښتل چې چين وهڅوي چې د نړيوالې ادارې د سيسټم په اصلاحاتو کې فعال ګډون وکړي، په اصلاح شوي سيسټم کې بايد نويو اقتصادونو ته د وينا کولو لا زيات حق ورکول شي.

په دې پيغام کې ليکل شوي، د امريکا د ګټو د ساتلو لاره دا ده چې دغه هېواد په سياليو کې خپل توان تضمين کړي، په ښه توګه څواړخيزې ديپلوماسۍ او نړيوالې همکارۍ ترسره کړي، خو د چين او نړۍ ترمنځ تماس ويجاړول او د دغو اړيکو مخنيوی مناسب لار نه ده.

په دې پيغام کې زياته شوې چې ډېرو کسانو په دې پيغام کې امضا کړې، له دې څخه ښکاري چې له چين سره د مقابلې د تګلارې غوره کول د امريکا د بېلا بېلو ټولنو له موافقې سره سمون نه خوري.

دغه پيغام د چيني مسئلې په اړه د امريکا د پنځو تنو مشهورو کارپوهانو لخوا ليکل شوی او د خپرېدو راهيسې د ډېرو کسانو لخوا منل شوی او پکې يې امضا کړې. اوس په دې پيغام کې د امضا کوونکو شمېر له يو سلو اتيا څخه زيات شوی او په دې جمله کې د امريکا د پوهنې، سياست، سوداګرۍ او پوځي چارو په ساحو کې ډېر مشهور کسان شامل دي. د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر والتر موندلی هم څو ورځې مخکې په دغه پيغام کې امضا وکړه. ۹۱ کلن والتر موندلی له ۱۹۷۷ کال څخه تر ۱۹۸۱ کال پورې د امريکا د مرستيال ولسمشر دنده پر غاړه درلوده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دوو پخوانيو مرستيال وزيرانو جامس ستېنبورګ او بتروب تالبوت، د ختيځې اسيا او ارام سمندر چارو په اړه د بهرنيو چارو د وزير پخواني سلاکار کريستوفير هيل او د دفاعي چارو د وزير پخواني سلاکار داويد شير هم په دغه پيغام کې امضا کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای