CRI Online

امريکا بې دليله خبرې کوي، خپل مسئوليت پر چين غورځوه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 18:41:22

د امريکا د سپينې ماڼۍ د سوداګريزو چارو مشاور پيتير ناوارو د اګست په ۴مه نېټه وويل چې يوازې په دې شرط چې چين بايد د تش په نامه اووه جرمونه ختم کړي، امريکا به پر چيني توليداتو لا زياتې تعرفې ونه لګوي. په همدې وخت کې هغه وويل چې امريکا په سپتمبر کې په دغه هېواد کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سلامشورې لپاره تياريانې نيسي. هغه نظرونه چې امريکا يوه خوا د ګمرکي مالياتو د زياتوالي چارې تر سره کوي او پر چين تورونه لګوي، بله خوا غواړي له چين سره سلامشورې وکړي، ډېر مزخرف او بې معنی کار دی.

د پيتير ناوارو په خوله کې د تش په نامه اووه جرمونه د پوهنې مالکيت حق د ساتنې، د تکنالوژۍ تبديلول، د دولتي تصديو د مالي مرستو او د فينټانيل درمل د کنټرول په شمول چارو پوري اړه لري چې ټول له واقعيتونو څخه لېرې دي او هيڅ بنسټ نه لري.

د بيلګې په توګه د پوهنې مالکيت حق د ساتنې مسئله د چين د نوښتونو په بهير کې اړينه داخلې غوښتنه ده او په دې وروستيو کلونو کې په دغه برخه کې د چين لاسته راوړنې د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې دي.

مثلاً د فينټانيل درمل د کنټرول مسئلې په هکله چين د روان کال د مې له لومړۍ نيټې څخه د دغه ډول ټولو توکو ته د نشه يې موادو په توګه ګوري چې د امريکا د ادارې تدبير په پرتله لا جدي دي او په امريکا کې د نشه يې موادو د مخنيوي ادارې په شمول د نړيوالې ټولنې لخوا يې ستاينه شوې ده.

دا ياد شوي تش په نامه اووه جرمي موارد، يوازې پر چين تورونه دي. ځکه چې په دې وروستيو ورځو کې پر چيني توليداتو د لا نورې لس سلنې تعرفې د زياتوالی تدبير په امريکا کې له سخت مخالفت سره مخ شوی دی، نو هغه د دغه عمل لپاره پلمه پيدا کوي او خپل مسئوليت پر چين غورځوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای